ستانکزی: سولې ته ژمن یو، که امریکا بیاهم جګړه کوي؛ دملت کلکه دفاع مو مسلّم حق دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د طالبانو د سیاسي دفتر د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي یوځل بیا امریکا ته خپل قاطع دريځ په ډاګه کړی دی.

ښاغلي ستانکزي له بي بي سي انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې ویلي، طالبان سولې ته ژمن دي، خو که امریکا بیاهم په جګړې اصرار کړي؛ دوی به له خپل ملت کلکه دفاع وکړي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې له هغې وروسته ماتې شوې چې طالبانو د کابل په یو موټر بم برید کې ګڼ امریکايي سرتېری ووژل اوټپیان کړل.

خو اوس ښاغلي ستانکزي ویلي، طالبان له امریکا سره مذاکراتو ته ژمن دي: (( د امریکا ولسمشر دې هم په خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي او د مذاکراتو مېز ته دې راوګرځي.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د هڅو په لړ کې روسیې، ایران، چین ته په رسمي بلنو تللي او لاهم خپلو سفرونو ته دوام ورکوي.

سیاسي شنونکي دطالبانو روان سفرونه مثبت بولي، او زیاتوي چې ډېر ژر به امریکایي لوري دخپل دریځ په بدلولو سره دتېر په څېر طالبانو سره خبرو ته راوګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button