ډاکټر یوسف اکبری
وایی آسمان چې څومره غوریږي هغومره نه وریږي، له تیرو پنځو کلونو راهیسې تقلبی متفکر له هرې وسیلې کار واخیست څو ملت تیرباسی، ځان یې متفکر معرفي کړ، او په تیرو انتخاباتي کمپاینونو کې یې هر چا ته د عبدالله په شمول د مناظرې چلنجونه هم ورکول، عبدالله ته یې چیلنج ورکړ چې په سیرة النبي ص کې درسره مناظرې ته تیار یم، هغه مهال یې په رښتیا هم ډاکټر عبدالله وویراوه، ډاکټر عبدالله فکر کاوه چې اشرف غني کیدای شي جامع الکمالات وي! خو کله چې د وخت په تیریدو سره د اشرف غني هر څه هر چا ته بربنډ شول د ډاکټر عبدالله په شمول ټول متیقن شول چې سړی پوچ کارتوس دی، له دین نه خو بیخي نه دی خبر ځکه چې آن السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته هم غلط وایی، وایی السلام علیکم ورحمة الله برکاته یعنی د برکاته نه مخکې واو نه وایي، برسیره پر دې د عاشورا په مناسبت یې د افغانستان د 35ملیونه مسلمانانو په استازیتوب وینا کې د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم لمسي حسین رض یی د الله لمسی یاد کړ، او د دعا کولو پر مهال یې لاسونه غوږونو ته نیولی وو او ډیری داسې اشتباهات ترې وشول چې له یوه کوچني ماشوم نه یې هم د کیدا تمه نه کیږي.
کله چې ډاکتر عبدالله متیقین شو چې د اشرف غني کوپړۍ له اسلامي معلوماتو بیخي خالي ده نو یوه ورځ یې د سټیج په سر د چلنج په توګه اعلان وکړ چې که اشرف غني د الم تر کیف سورت درست ولوست زه ېې په مقابل کې د انتخاباتي کمپاین او رقابت نه لاس په سر کیږم او که یې ونشوالی لوستی نو دې به له رقابته تیریږي، خو اشرف غني په ډې اړه چوپه خوله پاتې شو او تر ننه یې دې مهم چلینج ته کوچني قدرې ځواب هم ونه وایه.
په همدې اساس ډاکټر عبدالله پوه شو چې د ککرۍ له معلوماتو خالي ده او یواځې په چیغو وهلو میدان ګرموي او د زیاترو ویناو په پای کې دا هم وایي چې دا ګز او دا میدان، د غونډو ډیری ګډونوالو به د دا ګز او دا میدان په ویلو سره ورته تودې چکچکې هم کولې ځکه خلکو فکر کاوه چې سړی په خپله کوپړۍ کې حتما څه لرې چې هر چاته وایي چې دا ګز او دا میدان!!
خو له یوې اونۍ راهیسې د طلوع تلویزیون هره ورځ بلا ناغه اعلانونه کول چې د سه شنبې شپه د دواړه ډاکټرانو تر مینځ مناظره کیدونکی ده، او دواړه په دې مناظره کې ګډون کول منلی هم و، خو ولیدل شول چې مناظره ته ډاکټر عبدالله په پوره تیاري سره حاضر شو خو د ډاکټر اشرف غني هغه ټولې چیغې او باټې درواغ وختل، نه ګز شو او نه میدان بلکې د تیښتې خدای په امان.


















