تخار: دولتي ځواکونو دولسي وګړو په کورونو بمباري کړې؛ شپږ تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دولسي وګړو پر کورونو دړندو بمباریو په دوام، یوځل بیا دولتي ځواکونو د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادو هوایي بریدونو له امله شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي چې کره تعداد یې لاهم نه دی معلوم شوی.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې له خپلې سیمې د ولایت مرکز ته راغلي وایي، په تېرو درېيو شپو کې هوايي ځواکونو د دوى پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي چې له امله یې تر اوسه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دوی د ورته بریدونو د هر څه ژر بندېدو غوښتنه کړې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير بیا د برید پخلی کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې په پېښه کې د دوو ملکي وګړو په ګډون ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ځایي اوسیدونکي دفریاد په ډول زیاتوي، دولتي لوری مو وژني هم، او دتوجیه لپاره مو پر طالبانو ور تړي، دوی وایي، که قصدا طالبان شمارل کیږي؛ مجبور دي چې دا تورونه په حقیقت بدل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button