غورځنګ
اصلاً خو کله چې کوم هېواد تر يرغل لاندې وي، نو د يرغلګرو خوښه چې هر څوک پرې د ولسمشر په توګه ټاکي، يرغلګر په دغه وخت کې په يرغمل شوي هېواد باندې دهغه شخص د ټاکلو هڅه کوي څوک چې د دوی ګټو ته وفادار وي، يرغلګر په يرغمل شوي هېواد کې يو داسې شخص ټاکي چې د دوی تر ټولو وفادار غلام وي او د دوی هره خبره بې توپيره ومني يعنې بې له دې چې د يرغلګرو خبره ارزيابي کړي چې د خپل ملت په تاوان يې ده او که يې په ګټه ده خو خامخا يې مني.
نو افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د امريکا او ناټو له لوري يرغمل شوي دي، نو هم امريکا د ټاکنو د ناولې پروسې تر عنوان لاندې خپل تپل شوي غلامان چې تياره يې يا په امریکا کې روزنه او پالنه شوې وي او يا يې هم په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې چې کوم امريکايي پوهنتونه دي؛ په هغو کې روزنه او پالنه شوې وي.
د دغه ډول اشخاصو په ټاکلو کې امريکا او يرغلګرو ته څو ډوله ګټې بې له دې په لاس ورځي چې دوی يې له مستقيمې لارې د زرګونو پوځيانو په له لاسه ورکولو هم نشي تر لاسه کولی.
يرغلګرو ته د يوه وفادار غلام د ټاکلو پواسطه خو تر ټولو لومړۍ او غوره ګټه دا ده چې د يرغلګرو د پوځ تلفات راکموي او خپل نور روزل شوي غلامان له خپلو بادارانو څخه وړاندې د قربانۍ ميدان راکاږي.
چې غوره بېلګه يې زمونږ هېواد افغانستان دی، که د دريمګړو په حيث وګورو نو د طالبانو ګولۍ او مرمۍ بايد يوازې او يوازې پر امریکايي او ناټويي يرغلګرو لګېدلای، خو دا چې زمونږ د هېواد له ځينو نويو ځوانانو سره هم همدا مفکوره ده چې طالبان ولې افغانان (يعنې اردو، پوليس، اربکيان او نور د امريکايانو ساتونکي) وژني؟؟
دلته هو به هو هماغه پورته ياده شوې مسئله ده، ځکه چې کله چې امريکايان په افغانستان کې هر چاته د رياست جمهوري څوکۍ ورکوي، نو دا پروتوکول ورسره لاسليکوي چې د داخلي غلامانو پواسطه به د امريکايي پوځيانو تلفات راکموي. او که چېرته دا کار ورته ناشونی وي نو بیا يې نه ټاکي بلکې د ده بديل ګوري.
امريکا ته د دغه ډول رئيس جمهور د ټاکلو بله لويه ګټه دا ده چې د خپل دغه غلامان په واسطه کولی شي چې افغانان يا يرغمل شوي خلک په خپل منځ کې اخته کړي او دوی ورته د خير په غونډۍ کېني، او بيا د خپلو غلامانو په خدمت کې رسنيو ته هم يو څه پيسې ورسر کړي چې اوس نو دا رباب ورته وهئ! چې دا خو هېوادوال دي، افغانان دي، مسلمانان دي، مقابل خلک دا ولې وژني؟ ولې امريکايان نه وژني؟ او همداسې نور.
دغه شان امريکا د خپلو داخلي ټاکل شويو غلامانو په توسط په عامه ځايونو کې چاودنې کوي چې له دې څخه هم څو ډوله ګټې تر لاسه کوي، يو خو دا چې په دې واسطه خپل مخالفين په خپل هېواد کې بدناموي، او دغه ډول حملې په مخالفينو ورتپي.
دويم دا کله چې خلکو ته دا وروفهموي چې که چېرته امريکايان له افغانستان څخه ووځي نو افغانستان له دغه ډول مرګونو او ګواښونو سره مخ وي.
يعنې په دې واسطه امريکايان خپل ځان ته په افغانتسان کې د دائمي اډو د جوړلو کوښښ کوي.
نو په پای کې هغو خلکو ته چې په افغانستان کې يې جمهوري رياست ته ځانونه کانديدان کړي دي؛ وايو!
چې هسې عبس خواري مه کوئ! دې ولس او دې ملت ته ځانونه مه مخ توري کوئ!
ځکه دلته به د جمهوري رياست پر څوکۍ هغه څوک کېني چې د امريکا خوښ او پر مسلمانۍ او افغانيت له امریکا سره قرداد کړی وي يعنې خپله مسلماني يې لا هغه د چا خبره مخکې له مخکې په پوله ورته ايښې وي.
ځکه نو دغه ډول شخص ته چې امریکا راوستلی وي؛ جمهور رئيس يا ولسمشر نه، بلکې د امريکا رسمي غلام ويل کېږي.
















