کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
پخوانی امریکایي سرتېری تامس ګیبونس دوه ځله افغانستان کي عسکري کړې ده. تامس اوس د نیویارک ټایمز خبریال هم دی. هغه د سپټمبر پر ۱۶ لیکلي، موږ مرین عسکرو هیڅکله د جنګ د ګټلو او یا بایللو په اړه فکر نه دی کړی، خو موږ صرف غوښتل چي د جنګ میدان ته ولاړ سو. زه په ۲۰۱۰ کي د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کي وم. هلته جمهورریس اوباما امر کړی وو چي دیرش زره امریکايي عسکر باید افغانستان ته ولاړ سي.
تامس لیکي، کله چي موږ مارجې ته ورسېدلو، مارجه فقط یو کلی وو. شاوخوا د کوکنارو پټي ول، او د بازار په مینځ کي د اوبو یو کانال تېر سوی وو چي یاد کانال امریکایانو څو لسیزه پخوا جوړ کړی وو.
مارجې ته د رسېدو سره سم، موږ په جنګ کي ښکېل سو. د امریکا یوې ډلي عسکرو پر یوه کور باندي د راکټونو فیرونه وکړل، او هلته يې څلور تنه بېګناه کلیوال ووژل. موږ د جبران لپاره د هغه کور پاته کسانو ته څه نغدي پیسې ورکړې.
تامس کاږي واقعیت دا وو چي موږ افغانان نه پېژندل. او په مقابل کي، اکثرو افغانانو زموږ څخه کرکه لرله. ځکه موږ د هغوی کورونه ور خرابول، هغوی مو تصادفا وژل. موږ افغانانو ته ویل چي د کابل د حکومت حمایت او احترام وکړئ، حال دا چي افغانانو د کابل د حکومت چندان احترام نه کاوه.
تامس لیکي د افغانستان اردو کاملا بېکاره وه. افغان عسکرو چرس او نور نشيي مواد کارول. موږ له افغان عسکرو څخه ډارېدلو، ځکه ښايي موږ يې په نښه کړي وای. لکه څنګه چي په عام محضر کي موږ جنرالانو ادعا کوله چي افغان عسکر زموږ دوستان دي، خبره هسې نه وه.
ما په مارجه کي خپل څو همسنګره ملګري له لاسه ورکړل، څو تنه زخمیان سول، هغوی تنکي تنکي ځوانان ول.
تامس دخپلې لیکني پر دوام زیاتوي، زما پلار په ویتنام کي د امریکايي عسکرو افسر وو. زما دواړه نیکه ګان په دوهم نړیوال جنګ کي جنګېدلي ول. په ۲۰۰۱ کي، زه په اتم صنف کي وم چي د سپټمبر د یوولسمي حملې وسوې. ما هله فیصله وکړه چي زه به په اردو کي ځان شاملوم.
تامس لیکي خو اوس زه باید اقرار وکړم چي موږ په مارجه کي ناکامه سو. آلان زموږ نور عسکر دېته منتظر دي چي د افغان جنګ کاملا ختم سي، او په خپلو خاطراتو کي د دې جنګ اختتام ولیکي.
موږ ټول غواړو چي دا جنګ ختم سي، خو موږ په خپل ذهن کي پدې پوهېږو چي ښايي ختم نه سي. ځکه تر هري سولې راوروسته، موږ د جهان یو بل ګوټ ته استول کېږو، او یو بل جنګ شروع کوو.
















