کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
نن پکتیا ولایت کې د ګلبدین حکمتیار په یوې کمپاینی ناستې راکېټونه وار شوي چې دمرګ ژوبلې په اړه لاهم دقیق مالومات نشته.
دولتی چارواکي وایي، دغه راکېټونه دغونډې ځای ته نږدې لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو دوی هم ناخبري ښیي.
خبر زیاتوي، یاده غونډه کې دګډون لپاره دحزب اسلامي مشر او راتلونکو تاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار هم دې ولایت ته رسېدلی تللی دی.
طالبانو بار بار عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې هیواد تر غربي اشغال لاندې دی، اودغسې حالاتو کې هیڅوک نه غواړي چې داشغالګرو له ملاتړ برخمن حکومت دوام وکړي.
طالبانو په خپلو مکررو اعلامیو کې دا اخطار جدي یاد کړی وو، او زیاته کړې وه چې ټولې کمپایني غونډې ددوی هدف دي، که تر دې وروسته بیاهم څوک ناغیړي کوي؛ مسئولیت به یې پر خپله غاړه وي.















