ولسمشر مو رښتيا هم خر په ونه خېژوي!!

غورځنګ
کله چې څوک ډېر زورور وي او د نورو اکثرو خلکو زور ورسره نه رسېږي نو بيا دا لنډۍ يا ټپه وايي چې موږ سره سمه سيالي مه کړئ! بیا په دې بله کړۍ کې د خپل قوم نوم اخلي، لکه مثال: موږ احمدزي يو خر په ونه خېژوونه!
نو ولسمشر چې د خپل کمپاين غم اخيستی دی او هغه بله ورځ يې په ډېره سپين سترګۍ سره په کندهار کې کندهاريانو ته وويل چې ماته د ناټو سکرتر زنګ وهلی و چې ستاسو امنيتي ځواکونه د ستايلو وړ دي او شهيدانو ته يې موږ دعاګانې کوو!
خو دا ځل چې يو ځل بيا د کمپاين لېونۍ مينې پر سر اخيستی و ننګرهار ته په داسې حال کې راغی چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼيو سيمه کې پر عامو جڼغوزيو پر ټولوونکو بوخت وو؛ بريد کړی چې په ترڅ کې يې تقريباً تر سلو پورې بې ګناه وګړي په شهادت رسولي دي.
او تقريباً دوه يا درې اونۍ مخکې بيا صفريک قطعې په جلال اباد ښار کې پر يوه کور چاپه وهلې وه او د همدې جمهوري نظام خواخوږي څلور وروڼه يې په ډېر قساوت سره وژلي وو او بيا يې د کور سره زر، مال او دارايي هر څه ترې وړي وو.
خو دا چې اوس ټول افغانان فکر کوي چې يا خو د ننګرهار په هغو ولسونو کې له دغو بې ګوناه وګړو سره څه خواخوږي نشته کوم چې د غلام غني او امريکايي ځواکونو د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. او يا هم دا چې دغه خلک په ځانځانۍ خپله خوارۍ اخته دي او د قيام الدين خادم صېب خبره د ځانځانۍ ښامار يې په سينو کې ننوتلی دی.
يعنې د ننګرهار دغه ولس چې پرون او تېره هفته پرې هغه حالت تېر شو او ولسمشر غني ته يې ښېراوې کولې مګر نن بيا د ولسمشر غني لېونيو خبرو ته هماغسې چکچکې وهي. ته به وايې چې دغه ولسمشر په رښتينې توګه د ننګرهار د ولس خواخوږی دی.
نو چې د ننګرهاريانو دا ډول حالت ته سړی وګوري، نو وپوهېږي چې ولسمشر غني خو رښتيا چې خر په ونه خېږوي.
له دې سره سره يې بيا د ننګرهاريانو تېرو مړو ته توهين هم کړی او دا چې ويلي يې دي چې ماسره سمه سيالي مه کړه! له لېونی يم خر په ونه خېږووم!
د غني له دې ټپې څخه داسې معلومېږي چې ګواکې د ګډو ځواکونو په تېر خونړي هوايي بريد کې شهيدان شوي خوږياڼي ټول د ننګرهاريانو دښمنان وو، نو ځکه يې هغوی ته پيغام پرېښود چې له ما (ولسمشر) سره سيالي مه کوئ! کنه زه خر په ونه خېږووم! او داسې به مو د امريکايانو په مرسته وژنم هم او بيا به مو نور وروڼه په کمپايني چارو کې هم شريکووم او ستاسو وينې به بلکل ترې هېرووم!
بله دا چې ولسمشر دا ټپه ځکه ننګرهاريانو ته ډالۍ کړه او هغوی هم په پټو سترګو ورسره ومنله چې په تېرو پنځو کلونو کې يې ورسره کړې ژمنې په بشپړ ډول عملي؟؟ کړې، چې د هغو تېرو ژمنو له جملې څخه يې تقريباً څو زره ښوونځي، د تورخم د بونډرې د مشکلاتو حل کول، او د تجارانو د مشکلاتو او ستونزو حل کول دي.
خو دا ځل غني بيا له ننګرهاريانو سره ژمنه وکړه چې که کامياب شووم نو دا ځل به دا او دا زېربنايي پروژې درته پيل کووم.
په هر صورت!!
هغو ننګرهاريانو ته وايو چې د غني په دغه نننۍ غونډه کې يې ګډون درلود او بيا يې د ده هرې نادودې ته چکچکې هم وهلې.
د خوږياڼيو د شهيدانو وينې مو ولې هېرې کړې؟!
کله مو چې د غني هرې خبرې ته چکچکې وهلې، نو تاسو او خدای هغه څلور وروڼه تنکي ځوانان نه درته يادېدل؟؟ کوم چې همدې غني ووژل او بيا يې د اف قدرې هم څه پرې ونه ويل؟؟
د ننګرهار د حصارک هغه سرتېری نه درته يادېدلو؟؟ چې دی پخپله په وردګو کې له طالبانو سره په مخامخ جنګي خط کې پروت وو او صفر يک او دو ځناورې قطې يې پر کور ورغلې او بيا يې ټول بچيان او مشاومان ورته ووژل؟
ننګرهاريانو!!
کومه فتنه چې د غني له خېټې درته زېږېدلې او په ټول افغانستان کې يې خطر هم تاسو ته زيات متوجه دی او په بار بار يې تلفات هم تاسو ته واړول او قربانيان يې هم تاسو ياست!؟ ايا داعشي پروژه درته ياده ده چې د چا په واکمنۍ کې رامنځته شوه؟؟
په پای کې وايو چې د ولسمشر غني له دې خبرو معلومه شوه چې رښتيا هم خر په ونه خېږوي.



