کابل ټکی کام( یکشنبه، ۷تله، ۱۳۹۸)
غزني کې پولیسو په لاریون کوونکو برید کړی چې له امله یې ځیني کسان ټپیان شوي دي.
دغه لاریون د هغو وژل شویو کسانو په غبرګون کې وو چې تیره ورځ په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لکیدو له امله رامنځته شوې وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې لاریون کوونکي د غزني په حکیم سنایي سیمه کې د پوليسو لخوا له تشدد سره مخ شول.
په دې پیښه کې هم شپږ ولسي کسان ټپیان شوي، خلک ادعا کوي چې پولیسو پر دوی مخامخ ډزې کړي دي.
دغه اعتراض کوونکي اوس د دوهمې پېښې په غبرګون کې د ولایت د مقام مخې ته راجمه شوي او اعتراض کوي چې پولیسو پر دوی ډزې کړي دي.
حکومتي چارواکو تر اوسه د دغو پېښو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.


















