(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۷، يکشنبه)
د سعودي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هیواد د پادشاه سلمان بن عبدالعزيز شخصي ساتونکی وژل شوی دی.
ويل کیږي، چې عبدالعزيز الفغم د خپلو دوستانو له خوا د څه اختلافاتو له کبله وژل شوی دی.
عبدالعزيز الفغم د سعودي د پخواني پادشاه عبدالله بن عبدالعزيز له دوستانو څخه و چې شاوخوا ديرش کاله يې له نوموړي سره د شخصي ساتونکي په توګه دنده کړې وه.
نوموړي ته درې کاله مخکې په ۲۰۱۷ م کال کې د پادشاه سلمان له خوا د تورن جنرالۍ رتبه هم ورکړل شوې وه.
تر اوسه د عبدالعزيز الفغم د وژل کيدو د څرنګوالي په تړاو سعودي چارواکو څه نه دی ويلي.
دا لومړی ځل دی چې په سعودي کې پادشاه ته نږدې کس په مرموز ډول وژل کیږي.


















