(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۹، سه شنبه)
طالبانو تيره شبه د بلخ ولايت د شورتيپې ولسوالۍ پر امنيې قومندانۍ او پوستو بريد کړی چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او یو شمير يې ژوندي نيولي دي.
د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له لوري کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو تيره شپه د يادې ولسوالۍ چاپه اچولې چې په ترڅ کې يې د امنيې قومندانۍ نیولې او ديرش عسکر پکې وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د جګړې په پايله کې طالبانو دولس عسکر ژوندي نيولي او دغه راز د امنيې قومدانۍ څخه يې دوه رینجر موټر، پنځه څلويښت ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.
محلي امنيتي سرچينې د شورتيپې د امنيې قومندانۍ سقوط مني په وينا يې چې عسکرو ته پکې مرګ زوبله اوښتې او د امنيې قومدانۍ سره اړيکې پرې شوي خو ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو په وروستيو کې په هیواد کې خپل عملیات پراخ کړي چې په بيلابيلو ولايتونو کې يې له دولتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ او زياتې سيمې تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.


















