(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۹، سه شنبه)
د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې عسکرو د خپلې پوستې د قومندان په شمول لس تنه عسکر وژلي او بريدګر عسکر طالبانو سره يو ځای شوي دي.
پيښه تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په تناوچې سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې بريد کوونکي عسکر په افغان پوځ کې د دوی نفوذي کسان و چې قومندان حضرت په شمول يې نهه عسکر ووژل.
د احمدي په وينا، بريد کوونکي عسکر طالبانو سره یو ځای شوي او هغوی ته يې څلور ميله وسلې هم له ځان سره ور وړي دي.
په دولتي ځواکونو کې تر دې مخکې هم داخلي بريدونه ترسره شوي چې د ډيری بريدونو مسؤولیت يې طالبانو پر غاړه اخيستی دی.
طالبانو تر دې مخکې په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي او له موقع څخه په ګټې اخيستو به پر عسکرو، بهرنيو پوځيانو او چارواکو خپل بريدونه دوامداره ساتي.
د یادونې ده، چې څو مياشتې مخکې په یوه داخلي برید کې د کندهار امنيې قومندان جنرال رازق او یو تن امریکايي پوځي ووژل شول، د والي ويسا په شمول ځينې چارواکي او امریکايي پوځيان ټپيان شول.


















