نورستان: پنځه تنه زدکوونکي په اوبو کې د غرقېدو له کبله مړه شوي دي

کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
امنیتي سرچینو خبر ور کړی دی چې نن مازدیګر د هغو زدکوونکو موټر چې د کانکور د ازموینې لپاره مرکز ته راغلي وو، د پل د ماتېدو له کبله سیند ته غورځېدلی او ټول پکې سپاره ۵ تنه زدکوونکي وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې ده چې د یادو فارغینو د ژغورلو ډېرې هڅې وشوې خو کومه نتیجه یې ورنکړه.
تر اوسه پورې د یادې پېښې په اړه نور مالومات نه دي تر لاسه شوي.
د یادولو ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کانکور ازموینې روانې دي، چې له دوولسم ټولګي فارغ شویو زدکوونکو ورته چمتوالی نیولی.



