د مسجد الاقصی خطیب د صهونیستي رژیم د حملو او وحشتونو پر وړاندې مسلمه امت د فلسطین ملاتړ ته را وبللو

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴،احمدالله مهاجر
د فلسطین د خبر رسونې مرکز راپور ور کړی دی چې د مسجد الاقصی خطیب شیخ اسماعیل نواهضه پرون د جمعې د مبارکې ورځې په لمانځه کې له درست اسلامي امت او په ځانګړې توګه له عربي نړۍ څخه غوښتنه کړې ده، تر څو د قدس شریف د دفاع او د صهیونیستانو له سپېرو منګولو نه د هغې په ازادېدنه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
شیخ اسماعیل پخپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د صهیونیستانو له لوري د قدس ښار او د هغې د تاریخي، کلتوري او لرغونو آثارو نړول، په دغه ښار کې د یهودیت لپاره تبلیغ کول او د فلسطینیانو حقوق تر پښو لاندې کول؛ دنړیوالو اصولو خلاف عملونه دي.
شیخ اسماعیل یادې څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې پرون قدس کې د صهیونیستي رژیم د پوځ د سختو امنیتي تدابیرو نیولو سره سره بیا هم د اردن سیند د لویدیځې غاړې، غزې او بیت المقدس له شپېتو زرو زیاتو فلسطینیانو د جمعې لمونځ په مسجد اقصی کې اداء کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button