نن (شنبه) به د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان د قضیې په اړه کنفرانس جوړ شي

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن د نړیوالې کاناډایۍ څېړنیزې مؤسسې (پګواش) له لوري به د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د افغانستان د قضیې په اړه کنفرانس جوړ شي، چې یو شمېر افغان سیاستوال، وکیلان، دمدني ټولنې غړي، د طالبانو استازي او د یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ور ته را بلل شوي دي.
یوې سرچینې چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي چې پګواش طالبانو ته د مدني ټولنې د غړیو نوملړ ور کړی وو، او طالبانو هم دغه مؤسسې ته د ۲۰کابل مېشتو سیاستوالو نوملړ وړاندې کړی دی، تر څو هغوی هم په دغه غونډه کې برخه واخلي.
سرچینې زیاته کړه چې په دغه نوملړ کې د حاجي فرید، وحید مژده، قاضي حسن حقیار، انجینر احمد شاه احمدزی،محمدزمان مزمل او د یو شمېر نورو نومونه هم شامل دي.
یادې سرچینې پخواني سفیر اودکورنیو چارو پخواني وزیر عمر داوود زي ته هم بلنه ور کړې ده،خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له یاد کنفرانس سره مخالفت ښوولی دی.
ټاکل شوې ده چې د غونډې ګډونوال به د افغانستان د قضیې د حل لاري په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړي، او د سولې اړوند به خپل وړاندیزونه اوپېشنهادونه وړاندې کړي.
یادې مؤسسې پخوا هم د مختلفو نومونو لاندې دا ډول غونډې جوړې کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یاد کنفرانس کې دخپلو استازو د ګډون کولو خبر ورکړ ی دی.
د یادولو ده چې د پګواش څېړنیزه مؤسسه یوه بې لوري او خپلواکه مؤسسه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button