ولسمشر غني لکه چې اوس هم طالبان نه پېژني؟؟!

غورځنګ

دا چې طالبان اوس د ډلې په توګه نه بلکې اوس د يوه سياسي جهت او بلکې که په خلاص مټ ووایو نو طالبان اوس د افغانستان د اصلي واکدارانو په څېر پېژودل شوې څېرې دي، يعنې طالبانو ته اوس ټوله نړۍ په دې قائله ده چې رښتيا هم دغه خلک د افغانستان اصلي واکداران دي او همدوی کولی شي چې د افغانستان مسئله حل کړي.

نړۍ خو لا پرېږده په خپله امریکا هم د دوی په رښتينتوب، پاخه دريځ، متانت، وحدت او ټولو نېکو اوصافو قائله ده او طالبانو ته اوس د رښتينو افغانانو په سترګه ګوري،

خو هغه په پښتو کې متل دی چې پلانکی لا په هماغه زاړه خره سپور دی، يعنې ولسمشر غني او د ده محدود بې واکه ډله لا هم طالبانو ته په هماغه سترګه ګوري. او له پاکستان څخه په اعلاميو کې ګيلې کوي چې طالبانو ته يې ولې دومره په پرخه توګه مېلمستيا او مېلمه پالنه وکړه؟

نو ولسمشره!!

لومړی خو دا چې ته لا تر اوسه پورې هم ونه توانېدلې چې د افغانانو بلکې يوازې د کابل ښاریانو زړونه لاسته راوړې! يوازې په کابل ښار کې وګوره! چې ستا څومره مخالفین دي، کابل ښار هم پرېږده ستا د حکومت په ليکو کې وګوره چې څومره دولتي مامورين ستا په خلاف دي. په داسې حال کې چې طالبان د افغان ولس په زړونو کې ځای لري.

ولسمشره!

دا چې طالبان څنګه د ولس په زړونو کې ځای لري، نو ښه مثال يې ستا له لوري تېرې ټاکنې دي، چې تا تقريباً په دغو ټاکنو کې د ګډون کولو لپاره هر لور ته ټوپونه ووهل، امریکايانو درسره پوره ملګرتيا کوله او د نورو هېوادونو سفارتونو هم ستا ملګرتيا کوله او افغان ولس ته يې بلنه ورکړې وه چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي مګر طالبانو په يوه اعلاميه باندې درڅخه وګټله، او افغان ولس هم په يوه خوله له ټاکنو سره غوڅنده پرېکون اعلان کړ.

ولسمشره!!

څو ځله دې پاکستان ته سفر کړی دی، خو په پاکستان کې مېشتو مهاجرو ته له مشکلاتو زېږولو پرته بل هېڅ هم نه دي کړي، مګر طالبانو په يوه رسمي سفر باندې دا دی د هغو مهاجرو زړونه هم لاسته راوړل او اعلاميه کې يې وويل چې پاکستان ته يې د سفر په ترڅ کې دا اجنډا هم شامله ده چې هلته د مېشتو افغان مهاجرينو ستونزې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړي.

خو ولسمشره!!

ته ملامت نه يې!! بلکې هغه څوک ملامت دي چې تا ته دغه خبرې په ليکل شوې بڼه درکوي، او د طالبانو په خلاف دې خوله چوله کوي تر څو که چېرې بيا طالبان واک ته ورسېږي نو د کمونست نجيب په څېر دې په کومه څلور لارې کې اعدام کړي.

ولسمشره!!

ته دومره هم نه پوهېږې چې ستا باداران (امريکا او ناټو) د طالبانو لپاره دغه سفرونه ازاد کړل او د دوی د مشرانو نومونه يې له تور لسته وغوءځول نو بیا ته د امریکايانو په فرمايش ولې دغه ډول اعلاميه خپروې چې ګواکې طالبانو سره بايد د يوې ډلې په څېر چلند وشي؟؟

خو ولسمشره!!

مخکې مو وويل چې تا لا تر اوسه پورې هم طالبان سمه نه دي پېژندلي بلکې ته لا هم طالبانو ته په هاغه نظر ګورې په کوم چې په ۲۰۰۱ کال کې ستا بادارنو ورته کتل.

نو ولسمشره!!

ته به هغه وخت طالبان ومنې، کله چې ستا مرۍ ته لاس واچوي او د دې ټول افغان ملت د بې ګناه وينو تويولو پوښتنې درڅخه وکړي او چې بيا دې سر ټيټ نيولی وي او د اريانا په څلور لارې کې دې په دار ځړولو ته اماده کړي نو هلته به ته طالبان وپېژني چې يوه ډله نه بلکې د افغانستان رښتيني اتلان دي. ځکه يې نو له تا څخه د ولس د بې ګناه وينو پوښتنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button