کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
اسلام آباد ته دطالبانو سیاسي استازي په رسمي سفر کابل یوځل بیاتوند غبرګون ښودلی، اوداهېواد یې له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.
دګډحکومت په خبره، پاکستان لا هم له هغې ډلې ملاتړ کوي چې لاسونه یې د خلکو(امریکا+حکومت) په وینو سره دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، له طالب پلاوي د پاکستاني چارواکو کوربه توب د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټولو اصولو خلاف عمل دی.
صدیقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي وروستۍ لیدنه د سولې له پروسې سره هیڅ مرسته نه شي کولی.
د نوموړي په خبره دا هڅې هغه وخت پایله ورکولی شي چې د افغانانو په رهبري او مالکیت ترسره شي نه دبهرنیانو په رهبرۍ.
صدیقي دپاکستاني چارواکو له لوري دافغان طالبانو په هرکلي هم نیوکې کړي، هغه زیاته کړې، د یادې ډلې له مشرانو دا ډول هرکلی د دې سبب کېږي چې دوی له یو پیاوړي دریځه د سولې خبرو میز ته حاضر شي.
ارګ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یو ۱۲کسیز طالب پلاوی له قطره پاکستان ته تللی او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان په ګډون له ځینو لوړپوړیو دولتي چارواکو سره لیدلي دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې چې دوی به دځینې نورو مسائلو ترڅنګ دافغان مهاجرینو په تګ راتګ، تعلیم اوتربيې او نورو مسائلو هر اړخیزې خبرې وکړي.

















