کرزی: دامریکا او طالبانو تر منځ دسولې خبرو د بیا پیل له هڅو ملاتړ کوو
کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو دبیا پیل له هڅو هرکلی کړی او دایې یو مثبت ګام بللی دی.
د حامد کرزي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره دې ټولې غاړې په پوره شفافیت او صداقت سره د سولې خبرې بیا پیل او پرمخ یوسي.
حامد کرزي همداشان د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې په دې هڅو کې خپله همکاري زیاته کړي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او ورورګلوۍ فضا رامنځته شي.
حامد کرزی داسې مهال دافغان سولې خبرو په هدف له پیل شویو هڅو هرکلی کړی، چې طالبانو او امریکایي استازو په اسلام اباد کې سره کتلي دي.
روېټرز ددوو معتبرو سرچینو په حواله دطالب او امریکایي استازو له یادې لیدنې خبر ورکړی دی، اودالیدنه یې ددواړو خواوو دباور او فضا جوړونې مقدماتي ګام یاد کړی دی.



