د پنځم نسل انټرنیټ په اړه مو پخوا ځینې مطالب د کابل ټکی کام څخه نشر کړي ول خو اوس یو مطلب په دې اړه خپلو مینوالو ته ژباړو چې په کوم هیواد کې د پنځم نسل انټرنیټ زیات استعمالونکي لري، د د پنځم نسل انټرنیټ زیات استعمالونکي په جنوبي کوریا کې دي په دوهمه درجه کې چین او دریمه درجه کې جاپان ده او د امریکا متحده ایالات څلورم هیواد ده چې د پنځم نسل انټرنیټ څخه زیاته ګټه اخلي.
لومړی هیواد جنوبي کوریا دی چې د سږ کال په اپریل کې یې د پنځم نسل خدمات پیل کړل او اوس ميلیونونه کوریايي وګړي ترې ګټه اخلي.
په جنوبي کوریا کې د 5G انټرنيټ د کاروونکیو شمېر تر هغه څه ډېر زیات شوی چې توقع یې کېده. اوس په دې هېواد کې څه باندې ۲ ميلیون تنه له دې انټرنيټه کار اخلي او اټکل کېږي چې د سږ کال تر پایه به پر دې شمېر ۳ ميلیونه نور هم زیات شي او ۵ ميلیونو ته به ورسېږي.
جنوبي کوریا د نړۍ لومړی هېواد دی چې د پنځم نسل خدمات خپلو وګړیو ته په سوداګریزه بڼه وړاندې کوي، ځکه دې هېواد کې چټک انټرنیټ ته اړتیا او لېوالتیا زیاته ده.


















