ټاکنو کمېسیون: دټاکنو پرمهال کابل او نورو ولایاتو کې ځینې بایومیټریک دستګاوې تري تم شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت مشر له درغلیو اوکړکېچونو سره سره خبر ورکړی چې تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.
غني چې نن یې په کابل کې حکومتي ځواکونو ته د زر اپارتمانونو د وېشلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پرځای کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې (مېزان) میاشتې په شپږمه ترسره شوې چې د ټاکنو کمیسیون د مالوماتو له مخې پکې تر دوه میلیونه ډېرو کسانو برخه اخیستې وه.
ولسمشر غني تر دریو اوونيو پورې د ټاکنو د پایلو اعلان خبره په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ او وروستۍ هغه یې د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه اعلانېږي.
غني داسې مهال د راتلونکي ولسمشر د لوړې خبره کوي چې لاهم ټاکنو کې دپراخو درغلیو، بایومیتریک دستګاوو ورکېدو او نوماندانو ترمنځ راولاړو شویو کړکېچونو خلک اندیښمن کړي.



