سیِّدان او پیران وپېژنئ چې غرق مو نکړي!!

لیکوال: امین وردګ

سيِّد هغه چا ته ویل کیږي چې د نسب لړۍ یې له حضرت سيدنا فاطمة الزهرا (رضی الله تعالی عنها)سره ونښلي.

بي بي فاطمة الزهرا مبارکه د حضرت علي (کرم الله وجهه) ښځه او د سرور کائنات، فخر العالم، حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) لور وه.
نو که کوم څوک ثابت شول چې د دغې مبارکې بي بي له مقدسې لمنې څخه پيدا دی او یا ده! نو دغه کس ته بلکل سیِّد ویل کیږي.

راځئ لږ فکر وکړو!

د بي بي فاطمې (رضی الله تعالی عنها) اولاده، د حضرت امام حسین (رضی الله تعالی عنه) تر څنګ (کوفې ته نږدې) د کربلا په دښته کې، د کوفې د والي (عبیدالله ابن زیاد) په امر، د شمر لعنتي له خوا په پوره ظلم او وحشت سره- په شهادت و رسېدله چې له نارینه وو څخه یوازې زین العابدین ژوندی پکې پاتې شو، نو سیِّدان د دغه مبارک شخص اولادې ته وایي چې شمېر یې بیخي کم دی.

دغه مبارک یې هم شهیدولو ، خو د الله (جل جلاله) خوښه دا وه، تر څو د مهدي آخرالزمان لپاره د نسب لړۍ جاري وساتي.
مهدي آخر الزمان، د همدغې بي بي له اولادې څخه دی.
د دغه مبارک نوم به محمد او د پلار نوم به یې عبدالله وي (ځکه چې نبي مبارک [صل الله علیه و آله و سلم] ویلي چې {{اسمه اسمي و اسم ابه اسم ابي}}).

مهدي مبارک به په آخره زمانه کې پيدا کیږي، بیا به ځوانیږي او بیا به د خپل بابا جان (احمد قریشي صل الله علیه و آله و سلم) د امت زعیم ټاکل کیږي او ټول امت به سره یوه پارچه کړي.
قواره به یې کټه مټه د سردار عالم (صل الله علیه و آله و سلم) وي.

پیر:

پیر بیا هغه چاته ویل کیږي، چې په علم حال کې داسې درجې ته پورته شوی وي، چې خارق العاده کارونه ترې خيژي.
د خارق العاده مانا دا ده: چې د انسان له عادت سره به متفاوت او عجیبه عمل ترې پېښ شي.

خو پام کوئ ګوری!
په همدغه وخت کې سړی ګمراه کیږي ؛ ځکه چې دلته دری حالته دي:
۱- علم غیب؛ چې دا فقط له الله سره دی، له پیغمبر سره هم نشته.
۲- معجزه؛ چې دا صرف له پیغمبرانو سره وه، له ولیانو سره نشته.
۳- کرامت؛ چې دا له اولیاءالله سره وي، له جوګیانو سره نشته.
۴- استدراج دی؛ چې دغه بیا له جادو ګرانو سره وي.

نو اوس هغه د ګمراهۍ نکته همدلته ده! چې څنګه یو مرید د خپل پير په هکله دا توپير وکړی شي؛ چې د ده د پير خارق العاده کار د کرامت نښه ده او که د استدراج؟

نن ډېر جادوګران راپورته شوي او د پيرانو په نوم خپلې مزې او چړچې کوي، دوی پوهیږي چې ټولنه خو بې علمه ده، نو راځئ یو – دوه کیلونه او چالونه به ورته وکړو، نور به خپل عیشونه او مزې کوو.

مطلب دا چې؛ هغه د مولوي بجليګر صاحب مرحوم خبره؛ وايي: ((اې طالبانو! یو ځلې یې تلئ، بیا ترېنه سبقونه وایئ)) نو باید چې پیر یو ځلې وتلل شي او بیا لاسنیوی ترې وشي؛ که کاملاً په شریعت برابر ؤ، نو پیر دی او که کوم عمل یې د شریعت خلاف ؤ، نو ځان په واک کې مه ورکوئ، غرقوي مو ګورئ ! ځکه چې دا سړی پیر نه دی، لاډو خان دی.

اولیاءالله، یا ولیان په دری قسمه دي:

۱- الله پرې خبر وي چې دغه کس د ولایت درجې ته رسېدلی، دی هم پوه وي او نور خلک هم پرې پوهیږي چې هغه فلانی د الله ولي دی.
۲- الله خبر وي چې فلانی ولي دی او دی هم په ځان پوهیږي ، مګر خلک یې نه پېژني چې فلانی به ولي وي.
۳- بیا هغه کس دی چې الله د ولایت درجه ورکړې وي، مګر نه خو دی ځان پېژني چې ولي دی او نه خلک پرې پوهیږي.
او زما په اند تر هغو دوو اولو همدا خوږه برخه ده؛ ځکه چې دی به ځان سخت ګنهګار او شاته پاتې ګني، مګر ولایت ته به رسېدلی وي.

نن چې په ټولنه کې سترګې وغړوو، نو په لسګونو میلیونه سیدان او په میلیونونو پیران به وګورو؛ چې مخې ته به مو بوڅ بوڅ کیږي ؛ کور مو له سټوانو ډک شه! بل کار مو ځانونو ته و نه موند چې دغې خواته مو سترګې پټې کړې؟ شرم وکړئ! د سیِّد او پیر رنګ مه اړوئ.
سړی حیران شي! چې داسې خلک څومره د پیسو په مینه مست، سپینسترګي او بې شرمه دي.

صیبه! د ټولنې هغه ناپوه او ساده هلکان او سپینږیزي به یې په ځانونو پسې کړي وي او د چرسو په چلمانو به یې ټوخي دوه – قسمه غږونه کوي.
هغوی به هم سم دم کمپین ورته پیل کړی وي ، یو جوګ به یې پکې لیدلی نه وي، سل کرامات به نور پسې وتړي او قرآنونه به یو پر بل پسې اخلي چې؛ ګني زما پیر جان خدای په خوب ولید، نبي (علیه السلام) نن په تندي مچو کړی ؤ؛ ځکه خو یې تندي مبارک ته سهار لومړی زما پام شو چې رڼاوې یې ختلې ، هاغه دي او دغه دي…

وا د الله کمعقلو؛ پام کوئ!

قسم په الله چې ګمراهان کېږئ، اول یې ښه معلوموئ، بیا بیعت ورسره کوئ، خو تر ټولو دا مهمه ده؛ چې تاسو باید د هغوی د پېژندلو لپاره دیني علم زده کړئ، چې د هغوی د پېژند لپاره قوه درسره پيدا شي؛ په ړندو سترګو د خلکو پېژندل ګران کار دی.

قسم چې نن زه د آغاصاحب خېلو ؛ پوښاک، خوراک او دندو ته ګورم؛ که خو یې بیخي ومنم چې له نورو دې لږ امتیاز هم ولري، سیادت خو یې لا پر ځای پرېږدئ.

فلانی آغا صاحب د پارلمان وکیل دی، هغه فلانی آغا صاحب پېژنې؟ هغه د محلي پولیسو قومندان درته یادوم! د هغه ملاقات ته ورغلی وم.
فلانی آغا صاحب د مدني ټولنې غړی دی.
خو دوی هره یوه ته چې ګورې؛ ګیرې به یې خریلې وي او زنې به یې داسې ښکاري لکه…
ورکوه یې، سړی څه ووایي!

نو اې وروڼو ! واورئ!

هر چاته آغا او سیِّد ویل د سردار عالم (محمد مصطفی صل الله علیه و آله و سلم) شان او کورنۍ ته توهین دی.

هر چاته پیر ویل هم د پیرانو سپکاوی بولم.

وایم! چې د محبوب پیغمبر په سنتو برابر نه ؤ؛ آغا او سید مه ورته وایاست او مه هغه چاته پير وایئ چې حرکتونه یې د شریعت خلاف وي.

ټول کارونه د پیسو د پیدا کولو لپاره روان دي!
د نوح (علیه السلام) زوی کافر ؤ، د آسیې بي بي مېړه کافر ؤ، د لوط (علیه السلام) ښځه کافره وه او داسې نور…
نو مطلب دا چې که یو څوک ریښتیا هم سید ؤ او ده د ګران محبوب سنت تر پښو لاندې کول او د شریعت ضد کارونه یې کول؛ مه آغا ورته وایاست او مه یې احترام کوئ؛ ځکه چې دا کار د محمد رسول الله (صل الله علیه و آله وسلم) کورنۍ ته سپکاوی دی.

اګر که زما یقین خو دا دی چې د نبي (علیه و آله و سلم) له لمنې به داسې څوک پیدا نشي چې د خپل بابک شان او قانون ته دې زیان و رسوي ، نو که داسې څوک مو د سیِّد په نوم ولید، هغه دروغ وګڼئ، سیِّد نه دی.

دا ځینې آخندان هم داسې لږ پلاستیکي غوندې شول، کله چې ښځه وکړي او کور یې آباد شي ، نو له دې امله چې مسافري نوره نشي کولای، بس ګیره به پرېږدي او په قُدري به ورمنډه کړي، څه وخت پس به بیا هدایه شریفه پسې ووایي، بیا نو په کوم جومات کې امام مقرر شي؛ که لږ تکړه غوندې ؤ نو به د پکتیا په غرونو کې چېرې امامت ځان ته پیدا کړي او که ضعیف ؤ، نو بیا د خوست په دښتو کې د ژمي لپاره د کوچیانو ملا شي، خو له هغوی سره ملایي هم د مالونو په زکات کوي.

هغه د تریاکو والا ملایان خو به پر ځای ځکه پرېږدو؛ چې شیخ حماسي صاحب هغه چا ته ناپوه او له کتابه ناخبر ویلي، څوک چې د تاریاکو کر – کیله او کار – بار ناروا او بد عمل ګڼي.
خو زه یې والله که تر مرګه ومنم! اګر که هر څومره څوک ناپوه او بې علمه هم راته ووایي، ځکه چې زیان یې د ګټې څو چنده دی.

زه د حماسي صاحب تر څنګ ټولو علماوو ته احترام لرم خو د تریاکو د کار – بار په هکله د خپل پلار لا هم قسم که ومنم.
له دښمن سره مردانه واره او په مېړانه جګړه خوند راکوي، نه داسې چې اولادونه یې په پوډرو ورته اخته کړم.
جهاد او قتال د دې لپاره فرض دي، چې دښمن یا اصلاح شي او یا ووژل شي، دریمه ګزینه نه لري.
قتل یې له اصلاح وروسته راغلی! یعني: که اصلاح نشو نو قتل دې شي، تر څو ټولنه د ده له شره خلاصه شي، نه دا چې په پوډرو یې اخته کړو.
بل مثال: یوه وسله وي خو چې کافر پرې وولې غزا ده او که مسلمان پرې وولې قتل.
تریاک هم داسې؛ که په دوا کې کار شي غزا او که په نشه کې کار شي قتل دی.
علماوو ته مې سلام دی خو تریاک ځکه نه منم چې زموږ تریاک ټول په نشه کې کاریږي نه په دوا کې.
والله اعلم

مربوطه مطالب

Back to top button