ولسمشر غني يو معامله ګر او د فحشاء ترويجوونکی ولسمشر!!

غورځنګ

ولسمشر غني چې ځان د افغانستان هغه ولسمشر بولي، چې د ولس په رائيو راغلی يم او د افغان ولس قانوني ولسمشر يم، که څه هم دا ځل له ولسمشر غني سره افغان ولس په تېرو ټاکنو کې بشپو پرېکون اعلان کړ خو ولسمشر غني د خپلو کمپایني درواغو په لړ کې وايي چې دا ځل به هم د ولس په رائيو راځي او د ولسمشرۍ څوکۍ به ګټي.

د ولس وينا او کرکه که څه هم د ولسمشر غني پر وړاندې هغه د چا خبره ساعت پر ساعت مخ پر زياتېدو وه او اوس اوج ته رسېدلې ده يوازې له څو هغو کسانو پرته چې يا په غرب کې اوسېږي او افغان ولس هم د غربي هېوادونو له ولسونو سره مقايسه کوي، د ولسمشر غني ملاتړي دي، او يا هم هغه څوک چې ولسمشر غني ورته مياشتنۍ فسبوکي يا هم د سوشل ميډيا د کارولو تنخوا ورکوي؛ د ولسمشر غني اوسني ملاتړي دي.

خو دا به پرېږدو بلکې د ولسمشر غني شخصيت د هغو خلکو په ويناوو کې وګورئ! کومو چې له دولت سره پرېکون اعلان کړی او د ولسمشر غني په واکمنۍ کې وخت پر وخت خپلې دندې پرېږدي، چې تر ټولو غوره مثال يې څو مياشتې وړاندې د حبيب الله احمدزي له دندې ګوښه کېدل و، حبيب احمدزي وويل چې له دندې ځکه لرې شوی دی چې ولسمشر غني په ارګ کې د فحشا مرکز جوړ کړی دی او پر دوندو د ښځينه وو د ګومارنې معيار هم فحشاء ده.

يعنې کله چې کومه ښځه پر دولتي دنده ګومارل کېږي نو د ولسشر غني ټيم ورڅخه د فحشاء غوښتنه کوي.

بله بېلګه يې تقريباً مياشت وړاندې چې په ننګرهار کې څلور وړوڼه د صفر دو قطې له لوري په خورا وحشت سره ووژل شول، نو معصوم ستانکزي چې د څه موده وړاندې د غني په اداره کې د ملي امنيت مسؤول و، استعفاء ورکړه او ولسمشر غني هم ورسره ومنله.

معصوم ستانکزي د استعفاء لامل دا وښوده چې په وينا يې له ولسمشر غني سره مې د صفر يک دو او سه قطعو خپل سري عمليات شريک کړ او د دې عملياتو په اړه مې ولسمشر غني ته شکايات وکړل چې دا بايد بند شي او دغه قطعې بلکل د عملياتو د تر سره کولو په وخت کې د دولت له یوه ارګان سره هم رابطه او اړيکه نه نيسي.

خو ولسمشر غني داسې وښودله چې بې وسه دی او د دغو عملیاتو پر مهال خو يا له ده سره هم مشوره نه کېږي او يا هم دی ورسره بشپړ شريک دی.

خو د پورته يادو شويو قطعو د خود سرانه عملياتو پر وړاندې چې د ولسمشر غني چوپتيا ته وګورو نو پوهېږو چې ولسمشر غني يوازې د يوه بوت حيثيت لري او هېڅ هم له ده سره نه شرېکيږي او دی د هېڅ يوې خبرې په خلاف هم غږ نشي اوچتولی که يې اوچت کړي نو دستي يې امريکا له دندې ګوښه کوي او پر ځای يې بل څوک ټاکي.

او ولسمشر غني ځکه په دغو حالاتو کې بې وسه او بې پروا دی چې ډېری داسې وختونه راځي چې بهرني اشغالګر ځواکونه د کابل د ادارې عسکر بمباروي او په لسګونه پکې ووژني خو ولسمشر غني يې بيا هم د پوښتنې جرأت نشي کولی.

خو بل لور ته بيا د فحشا په ترويج کې ولسمشر غني د دې پر ځای چې بې وسي وښيي بلکې پکې دخيل دی او د افغانستان زياته بوديجه په همدې باندې مصرفوي تر څو غربي تمدن په افغانستان کې ترويج شي او د افغانانو ښځې هم د غربيانو په څېر لارو او کوڅو ته راووځي.

دا هغه څه دي چې دولتي چارواکو افشا کړي دي د بل د خولې خبرې نه دي بلکې د دولتي لوړپوړو چارواکو د خولو خبرې دي.

په پای کې وايو چې ولسمشرغني يو معامله ګر او فاشست جمهور رئيس دی.

مربوطه مطالب

Back to top button