بلخ: ددولتي ځواک یوې چورلکې دحیرتانو دوه لارې کې سقوط کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)

دبلخ ولایت حیرتانو دوه لارې کې ددولتي ځواک یوې چورلکې سقوط کړی چې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

یاده چورلکه کې اوه تنه لوړ پوړي نظامي چارواکي سپاره وو چې د ژوند او مرګ په اړه یې لاهم مالومات نه دي ورکړل شوي.

دا لاهم مالومه نده چې یاده چورلکه طالبانو په نښه کړې، او که دتخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د ګډ حکومت دفاع وزارت کې سرچينو ويلي چې ژر به په دې تړاو جزييات له رسنيو سره شريک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button