امريکا دې افغانستان ته د نورو هېوادونو فکر نه کوي!!

څارګر احمدزی
امریکا چې سوپر طاقت دی او نږدې ټوله نړۍ يې د يرغلونو تر سيوري لاندې ده او خصوصاً اسلامي نړۍ يې بيا په خاص ډول تر هر قسم تسلط لاندې ده، او هر هېواد يې چې لاندې کړی او يرغمل کړی يې دی، نو پکې يې خپل ډيموکراټيک نظامونه منځته راوړي دي او يو وړوکی اقليت قوم يې پر اکثريتو حاکمان کړي، او هغه څوک چې په يرغمل هېواد کې د امريکا پر وړاندې وجنګېږي او يا هم د يرغل پر خلاف شعار پورته کړي نو په يوه نه په يوه ډول يې ختموي، يا يې د بي دوه پنځوس په زور يا د يې ډرون او خپل عسکرو په زور او که يې زور پرې ونه رسېږي نو بيا يې د غربي رسنيو له لوري داسې ختموي چې د ټولو رسنيو له لارې يې ټولې نړۍ ته ترهګر، بنياد ګر، ترورستان، بنسيټپالان او نور نومونو سره معرفي کړي، او د دغو رسنیو پواسطه د يرغمل شوي هېواد ځوان نسل ته دغه ازادي خواهان داسې معرفي کړي چې ګواکې دا د دوی د هېواد خلک نه دي بلکې له پردي ځايه راغلي دي او ستاسو په هېواد کې ستاسو په خلاف جنګ کوي.
يا هم د دوی تر منځ په غلطو افواهاتو اختلافات اچوي او په مختلفو ډلو يې وېشي.
چې همدا ډول اعمال يې په منځني ختيځ کې تر سره کړل او د هغې سيمې هغه ازادي خواهان چې له امريکايانو يې د ازادۍ د غوښتلو لپاره ټوپک په لاس کړی وو؛ په همدې طريقو وځپل.
خو افغانستان بيا هاغسې ملک نه دی څنګه چې امريکايانو او بالخصوص لوړ پوړو چارواکو يې سوچ ورته کړی وو.
په افغانستان کې چې کوم ازادي خواهان لا تر اوسه هم ورځ تر بلې قوت، وحدت قدرت مومي.
په افغانستان کې امريکا هر ډول هڅې او بسياري کوښښونه وکړل خو بيا يې هم دغه ازادي غوښتونکي د ګوتو په شمار کسان نه خو سره بېل کړل؛ نه يې هم سره تر خپل منځ په جګړو اخته کړل او نه يې هم مات کړل. بلکې لا هم پُر قدرت شول.
کله چې پر افغانستان باندې امريکايي حمله وشوه نو امريکايانو به ويل چې نور به نو افغان ملت د طالب سيور ی هم ونه ويني، خو تقريباً دوه کاله وروسته هماغو طالبانو د امريکايانو پر خلاف عمليات شروع کړل چې تقريباً په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې امریکايي حکومت يوازې تورې ليکې ته راورسېده يعنې امریکايانو او د کابل ادارې يوازې د ولسواليو او ولايتونو په مرکزي ودانيو باندې حکومت کاوه، په اطرافي سيمو کې يې خو يې بلکل وس نه کېده.
لنډه دا چې وخت پر وخت بېلابېلو هغو امریکايي چارواکو هم د افغانستان په اړه بېلابېل نظريات لرلي دي چې د يرغل په اول سره کې به بلکل د طالبانو د ورکاوي په نقشه لګيا وو، خو اوس يې دا پتېيلې ده چې طالبان د افغانستان حقيقي وارثين او نمائنده ګان دي او له افغان ولس سره نه شلېدونکې اړيکې لري.
هغه نظامي جنرالان چې بيخي په دې پوخ باور درلودلو چې ګواکې طالبان به د افغانستان په تاريخ کې يو افسانوي مخلوق ګرځوو او د دوی پنځه کلنه واکمني به د افغانانو لپاره د يوه خوب په څېر وګرځي.
خو اوس هماغه جنرالان له طالبانو سره د سولې لپاره په هر ځای او هر ځل شين کارت جګوي او وايي چې طالبان د جګړې په زور نشو ځپلای بلکې بايد د سولې او مذاکراتو تګلاره ورسه خپله کړو.
ان تر دې چې ځينو چارواکو خو يې لا دا هم وويل چې د کابل د ادراې له چارواکو، لکه: کرزي، ولسمشرغني او نورو چاروکو بلکې له ټول حکومت سره له دوستۍ څخه د ملا محمد عمر دوستي موږ ته ډېره ښه وه او هغه ځکه چې نومړی شخص (ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله) يو رښتينی شخصيت وو.
او دا دولتي چاوراکي خو ټول فاسد خلک دي.
نو امريکا اوبالخصوص ټرمپ او د ناټو هغه چارواکي چې لا اوس هم په جګړه باندې بوخت دي دا څو خبرې بايد په غوږ کې ښې کلکې ونيسي،
لومړی خو دا چې افغانستان ته د نورو هېوادونو په نظر مه ګورئ! بلکې دلته ستاسو په څېر ډېرې امپراطورۍ دړې وړې شوې دي، چې غوره مثال يې هغه شوري اتحاد دی چې تاسو ټولې نړۍ به تې سترګه کوله خو اوس يې د افغانانو له برکته يوازې د روسيې په نامه پېژنئ!
دويم دا چې لږ پوښتنه مو له هغو نظامي جنرالانو څخه وکړئ! کوم چې په افغانستان کې اوس هم په جګړه اخته دي! او د افغانستان د جګړې حالات ورڅخه وپوښتئ!
دريم دا چې د هغو جنرالانو حالات هم واخلئ! چې اوباما او بوش ته به د افغانستان د جګړې د حالاتو ويلو له امله بې هوشه شول او په ځمکه به راپرېوتل!!
پنځم دا چې د خپلو افغاني غلامانو په خوله مه تېر وځئ! ځکه چې هغوی په تاسو او ستاسو په پوځيانو رحم نه لري!! هغوی اصليت نه لري، په خپل ملت باندې رحم نه لري نو په تاسو به يې څه ولري؟؟
نو په پای کې وایو چې د ټرمپ په شمول امریکايي چاوراکي دې افغانستان ته د نورو هېوادونو فکر نه کوي او نه هم افغانستان د نورو هېوادونو په څېر دی، چې د امريکا د توطئو او دسيسو ښکار به شي، دلته دا دی امريکا تقريباً اتلس کاله د افغانانو لپاره دامونه کېښودل خو د الله ج په کامل نصرت افغانان يې په يوه دام کې هم ګير رانغلل، بلکې ښه روغ او رمټ ورڅخه ووتل.



