جاپان، د سمندري توپان له امله د وژل شویو کسانو شمېر په لوړېدو دى!

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه)

جاپان کې د سمندري توپان له امله چې دغه هیواد يې له سختې تباهي سره مخ کړ، د وژل شویو کسانوشمېره دوروستيو راپورونو له مخې  ۶۶ تنو ته لوړه شوې او زرګونه کورنۍ يې له اوبو او برېښنا بې برخې کړي.

د هاګيبيس په نوم سمندري توپان درې ورځې وړاندې د جاپان مرکزي او ختيځې سیمې سختې وځپلې، پراخې ساحې یې په اوبو کې ډوبې کړې، ميليونونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل او  نیم ميلیون کورونو ته يې برېښنا غوڅه کړه.

د جاپان رسمي خبري شبکې وايي، اوس هم  ۱۳۸ زره کورونه بې اوبو او ۲۴ زره یې  برېښنا نه   لري.

د توپان له امله پراخه ویجاړی رامنځ ته شوی او زرګونه کورونه يې زیانمن او ويجاړ کړي دي.

د پلټنې او ژغورنې ۱۱۰ زره کسان چې پوځ، پولیس، ساحل ساتونکي او د اطفائيې مامورين په کې شامل دي، د ژغورنې عملیات پر مخ بیایي.

د اين ايچ کې خبري شبکه وايي، په دې سمندري توپان کې ۲۱۳ کسان ژوبل شوي او لا هم لسګونه کسان بې درکه دي.

تراوسه د اوښتو مالي او ځاني تلفاتو اندازه په دقيقه توګه نه دڅرګنده شوې ، خو داسې اټکل کيږي چې زیانونه به ډېر وي.

مربوطه مطالب

Back to top button