کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز کابل ته دخپل سفر په جریان کې دګډ حکومت دواړو مشرانو سره لیده کاته کړي او په یوشمېر مهمو موضوعاتو یې بحثونه کړي دي.
الیس ویلز لومړی ولسمشر غني سره په کابل کې لیدلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو، سولې پروسې، امنیتي مسائلو، نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.
ویلز له ولسمشر غني سره تر کتنې وروسته دګډ حکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدنه تر سره کړې ده.
نوموړې اجرايه رييس عبدالله عبدالله سره هم د تيرو ولسمشريزو ټاکنو او سولې په تړاو مفصلې خبرې اترې کړې دي.
الیس داسې مهال کابل ته راځي او دسولې په تړاو خبرې کوي چې دطالب او امریکایي استازو ترمنځ دسولې خبرې په ټپه ولاړې دي، او هڅه کیږي څو بیا مذاکرات پیل، او دیوې تاریخي هوکړې په لاسلیک سره پای ته ورسیږي.

















