(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره “يونيسف” وايي، چې افغانستان کې دوه ميليونه ماشومان د خورځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د يونيسف په راپور کې راغلي، چې دغه خوارځواکي په کلني ډول صحي خوړو ته د نه لاسرسي له امله ده زياتوي چې په یاد شمير ماشومانو کې شپيته زره له شديديې سوء تغذيې رنز وړي.
په کابل کې د يونيسفيف د سوء تغذيې د برخې متخصصه ذکيه معروف وايي، هغه ماشومان چې په بد وضعيت کې دي، عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي چې په اړه يې اندېښمن یو او بايد درملنه يې يې وشي.
نوموړې د ماشومانو د خوارځواکۍ اصلي لاملونه جګړه، اقتصادي ستونزې او د پوهې د کچې ټيټوالی په ګوته کوي چې په وينا يې د زرګونو ماشومانو ژوند يې په خطر کې اچولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په عين وخت کې د اقتصاد وزارت وايي، په ټول هيواد کې ۵۵ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې سخت ژوند تيروي.


















