د طالبانو د مبارزې په اړه د نړيوالو اعترافونه!!

غورځنګ
طالبانو چې تقريباً دوه نيمې لسيزې کيږې چې خپله مبارزه يې په افغانستان کې د شر او فساد پر ضد پيل کړې وه او په وروستيو کې چې کله امريکايي ځواکونو پر افغانستان باندې يرغل او حمله وکړه نو د امريکانو پر وړاندې يې خپله مبارزه له صفري نقطې څخه پيل او دا دی د سلو خواته روانه ده، په داسې حال کې چې اوس نړيوال هم په دې قانع شوي دي چې د طالبانو داعيه د نړيوالو او هر ډول قوانينو په لحاظ مشروع او د خپل حق او هېواد د ازادۍ لپاره داعيه او يوه برحقه مبارزه ده.
د طالبانو په پېژندلو کې امريکا تر هر چا لومړيتوب لري، او هغه داسې چې تقريباً يوه کال وړاندې يې چې له طالبانو سره د سولې په اړه کنفرانسونه داير کړل او بيا يې د طالبانو له مذاکراتي هيئت سره د سولې په باب خبرې اترې پيل کړې. او تر ټولو مهم يې دا چې د طالبانو په غوښتنه يې د طالبانو پر مهمو غړو د لګېدليو بنديزونو لغوه کول وو. تر څو طالب مشران هر هېواد ته ازادانه سفرونه وکړای شي.
په دويم قدم کې چې د طالبانو حقانيت او حقيقت يې ومانه؛ روسيه ده چې تر امريکا وروسته يې طالبانو ته په مسکو کې د يوه کنفرانس د دايرېدو چانس برابر کړ. خو مهم يې دا چې له کنفرانس او طالب پلاوي سره تر ليدو وروسته روسي چارواکو خپلو رسنيو، خبريالانو، ژورنالستانو ته وويل چې د طالبانو له نوم سره به له نن نه وروسته د ترهګر، دشهت ګرد او نور هغه الفاظ چې امريکا او د دوی ګوډاګيانو او همکارانو ورپورې تړلي وو؛ ونه وايي او يوازې افغان طالبان يې ياد کړي.
تر دې وروسته بيا تر ټولو مهم شخص چې د امريکايي مذاکراتي ټيم سرمشري هم کوي؛ زلمی خليلزاد دی. خليلزاد په افغان رسنيو کې په ډاګيزه توګه وويل چې طالبانو باندې مونږ مخکې دا ګومان او فکر کولو چې دوی د پاکستان خلک دي خو اوس له نهو مياشتو وروسته په دې وپوهېدم چې طالبان اصلي افغانان دي، او کوم څه چې دوی يې دعوا لري او يا يې هم له موږـ( امريکا) څخه د مذاکراتو په جريان کې غوښتنه کوي؛ ټول د افغان ولس په ګټه دي، نو ځکه اوس دې فکر ته ورسېدم چې طالبان پرته د چا له مرستې د امريکا په وړاندې خپله مبارزه پر مخ بيايي.
خو تر ټولو مهم يې دا چې د امريکا مغرور او سرسخته صليبي ولسمشر چې له ټولو مسلمانانو سره سرسخته دښمني لري؛ د طالبانو په باره کې دا څووم ځل دی چې په حقائقو خپله خوله خلاصوي.
ډونلډ ټرمپ تقريباً په تېرو مياشتو کې وويل چې په طالبانو مو که څه هم ډېرې بمبارۍ او بمونه واورول خو بيا هم مقاومت کوي.
چې دا ډول خبرې او هغه هم بيا د دښمن له خولې چې تيار درسره په جګړه بوخت وي او په لومړي سر کې يې ويلي وي چې د طالبانو نوم به د نړۍ له نقشې څخه ورکووم؛ دا نو بيا رښتيا هم د طالبانو د برحقې داعيې يو پوخ دليل کېدی شي.
دغه شان چې ټرمپ ابله ورځ وويل چې طالبان جګړې ته د تفرېح په نظر ګوري؛ د ټرمپ دا ډول خبرې نو د طالبانو مبارزې ته بلکل نه تنها مشروعيت وربښي بلکې د امريکا هغه ماته هم په ډاګه کوي چې د طالبانو له لاسه يې خوړلې ده.
يعنې د ټرمپ له دا ډول څرګندونو ښکاري چې امريکا نوره طالبانو ته په جګړه کې ماته ده او هغه نړيوال غرور يې زوال شوی دی، هغه د چا خبره د بخت ستوری يې لوېدلی دی.
نو هدف دا چې پورتني مشت نمونه خروار هغه اعترافونه دي چې د طالبانو داعيه پرې ټولې نړۍ ته برحقه ثابتېږي.



