ننګرهار: په جومات کې دلمانځه پر مهال غبرګو چاودنو درنده مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

راپورونه وایي چې دننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ یو جومات کې د جمعې پر لمونځ کوونکو دوه غبرګو چاودنو درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي، دې پېښه کې تر اوسه ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٥ نور ټپيان دي.

خو د يادې ولسوالۍ د روغتون يو روغتياپال زرغون بيا وايي، چې په ياده چاودنه کې تر اوسه ۳۲ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زيات ژوبل دي.

بل خوا ځینو ځايي رسنیو د پېښې د مړو شمېر د ۲۰ په شاوخوا کې ښودلی او تر اوسه لا تپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته رارسول کېږي.

دیادې چاودنې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ډیر شک دداعش پر وسلوالو اوحکومتي استخباراتو کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button