سوريه کې شوي اوربند ته نړيوال غبرګونونه

کابل ټکی کام (جمعه، ٢٦ تله ، ۱۳۹۸ل)
سوريه کې د ترکیې لخوا د پيل شويو پوځي عملياتو د موقت ځنډ په اړه د امریکا او ترکيې ترمنځ د شوې پرېکړې په اړه مثبت غبرګونونه دوام لري.
د ملګروملتونو سرمنشي (انتونیو ګوتریس) د ترکیې او امریکا ترمنځ د سوریې په شمال کې د جګړى ددپنځه ورځني ځنډ په هکله د شوې پريکړې په اړه ویلي دي، چې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په منظور د هر ډول هلو ځلو هر کلی کوو.
د شمالي قبرس د ترکي جمهوریت لومړي وزیر (ایرسین تاتار) بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې په دې باور لرو چې دې نقطې ته د ترکیې د کلکې ارادې په نتیجه کې وررسیدو. زموږ یواځنۍ هیله سیمه د وسلوالو سازمانونو څخه تصفیه کیدل او په ترکیه کې د امن فضا رامنځته کیدل دي.
همداشان د شمالي قبرس د ترکي جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر قدرت اوزرسای بیا د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې قوي ارادې نتیجه ورکړه. په سیمه کې به د قوي دریځ له برکته سوله حاکمه شي. اميدد چې له دې وروسته به په ټولو ژمنو عمل وشي.
د امریکا جمهوریت پلوي سناتور جیمز ریچ هم د ترکیې او امریکا ترمنځ د شوې پريکړې نه د ټولو خواوو لپاره د خوشالۍ څخه د ډکې یوې پريکړې په توګه یادونه و کړه، ده ویلي دي چې هر طرف باید خوښ شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو بیا ویلي دي چې پرون د امریکا د مرستیال اولسمشر مایک پنس په مشرۍامریکايي هيئت په پلازمينه انقره کې د غونډي نه وروسته د سوریې په شمال کې د “سولې چینې” په نوم د ترکيې لخوا پيل شوي پوځي عملیات د پنځو ورځو لپاره وځنډول شول.



