ایران: د عربستان سره خبرو ته تیار یو

کابل ټکی کام (یکشنبه ۰۴ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
ایران وايي چې د عربستان سره د ډيپلوماسۍ له لارې خبرو اترو ته تیار دي.
د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني ویلي دي چې د عربستان پر مخ ددوی د ډيپلوماسۍ دروازې پر مخ خلاصې دي، او زیاته کړې یې ده چې هیله مند دي ترڅو سعودي عربستان له خپلې نیول شوې لارې څخه تېر شي او د خبرو لاره غوره کړي.
لاریجاني چې عراق ته د اسلامي ملګرتیا د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو د اتحاديې د مشرانو په یولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تللی دی، وايي چې سعودي عربستان ته په درنه سترګه ګوري او نه غواړي چې یاد هېواد کمزورۍ او یا هم زیانمن شي.
دی وايي چې ایران هڅه کوي ترڅو د اسلامي نړۍ هېوادونه سره یو موټۍ شي او د دښمن په خلاف ټول سره یوځای ودریږي.
ده له سعودي عربستان څخه وغوښتل ترڅو منځلارۍ سیاست خپل کړي، او دده په خوله د بې ګناه مسلمانانو وژنه بس کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button