کابل ټکی کام (يکشنبه، ٢٨ تله ، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان حکومت غواړي چې د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماءاسلام (ف) ګوند د (انصارالاسلام) په نامه څانګه ناقانونه وګرځوي.
د خيبر پښتونخوا د جمعيت علماءاسلام مشر او د مولانا فضل الرحمن ورور، مولانا عطاء الرحمن وايي: “انصار الاسلام د جمعيت علماءاسلام پورې تړلې ډله ده، چې په ټول هيواد کې یې شمېر له سلو زرو څخه ډېر دی”
د پاکستان دکورنیو چارو وزارت له خوا قانون جوړونکو ته ويل شوي چې ‘انصارالاسلام’ دې د ناقانونه ډلو نوملړ کې شامله کړي.
د کورنیو چارو د وزارت له خوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د انصار الاسلام ډلې داسې عکسونه او ویډیوګانې په ټولنيزو رسنيو کې لیدل شوي چې له اوسپنې جوړې ډنډې یې په لاسونو کې دي او مولانا فضل الرحمن ته سلامي کوي، چې له امله يې خلکو کې وېره خپره کړې ده.
خو د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د خیبر پښتونخوا مشر مولانا عطاءالرحمن وایي: انصارالاسلام د دوی د ګوند يوه راجستر شوې او قانوني څانګه ده. هغه زیاته کړه: “هغوی رضاکاران دي او زمونږ په جلسو کې یوازې د امنيت ساتلو دنده پر مخ وړي.”
د پاکستان حکومت دغه ګام داسې مهال پورته کوي چې مولانا فضل الرحمن د تحریک انصاف د حکومت د ړنګولو لپاره د اسلام اباد پر لور د آزادي مارچ په نوم د يوه ستر احتجاجي لاریون تابيا نيسي.















