
افغانستان ته د لوړپوړو امريکايي چارواکو ناڅاپي راتګ د څه لپاره؟؟؟
څارګر احمدزی
دې وروستيو کې د امریکا دوه وو لوړپوړو چارواکو افغانستان ته په متصل ډول سفرونه وکړل او لا تر اوسه هم په افغانستان کې دي. چې يو د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر دی چې تېره ورځ کابل ته د خپل نا اعلان شوي او ناڅاپي سفر په ترڅ کې راغلی دی.
بله بيا د امريکا د کانګرېس مشره نانسي پلوسي ده چې دې نوموړې هم خپل سفر په نا اعلان شوې توګه تر سره کړی دی.
د امريکايي چارواکو د دغو سفرونو مقاصد که څه هم د امریکايانو له لوري د سولې او مذاکراتو د بيا پیلېدو د هڅو او په سوله کې د مرستې لپاره ښودل شوي دي، خو بيا هم د دغو چاواکو سفرونه د امريکا د ګونګو اهدافو لپاره دي.
دا چې په د همدې روانې مياشتې په لومړۍ لسيزه کې په افغانستان کې انتخابات تر سره شول او دغو انتخاباتو که څه هم ډراماتيک شکل درلود او ټولو افغانانو ورسره په مطلق ډول پرېکون اعلان کړی وو، خو بیا هم په يوه نه په يوه ډول په څو حوضو کې تر سره شول، چې اوس دا دی په رسنيو کې دغو انتخاباتو پراخ غبرګونونه راپارولي دي، امریکايي چارواکو هم نېغ په نېغه په دغو انتخاباتو کې لاسوهنې پيل کړي دي او په افغانستان کې د امريکا سفير جان باس د ټاکنو په خپلواک؟؟؟ کمېسيون کې ګرځېده او اعلان يې کاوه چې غير بايو مټرېک رائيې باطلې اعلانېږي او هېڅ د اعتبار وړ نه دي.
د رسنيو په وينا ۸ لکه رائيې چې غير بايو مټرک ښودل شوي دي؛ د امريکايي سفير جان باس لخوا باطلې اعلان شوې، په داسې حال کې چې ټولې ۱،۲ ميليونه يا ۱۲ لکه رائيې اچول شوې دي، چې ټولې يې د ځينو ولاياتو په مراکزو کې او هغه هم اکثره دولتي خلکو اچولي دي.
نو هر کله چې اته لکه رائيې د امريکايي سفير له لوري باطلې اعلانېږي؛ نو د همدې له امله کانديدانو يو بل ته ګواښونه پيل کړي دي، په رسنيو کې يو پر بل ښکاره د غدر تورونه لګوي يو بل ته ګواښونه کوي او ځينو خو يې ان لا بېرته غرونو ته د ختلو او وسلې پورته کولو ګواښونه هم کړي دي نو شايد له همدې امله لومړی له امریکا څخه د نېغو لارښوونو په توسط د ټاکنو پایلې وځنډول شوې او بيا لوړپوړو چارواکو افغانستان ته ناڅاپي راتګ وکړ تر څو وکولی شي، د افغانستان حالات کنټرول کړي او داسې نه وي چې حالات د امريکا لپاره ترخه شي.
په دې وروستيو کې ټرمپ سوله لغوه کړه او بيا يې د اشرف غني او ملي امنيت د ناوړه معلوماتو پر اساس ويل چې ګواکې په يوه اوونۍ کې مو ۱۰۰۰ طالبان په خپلو بريدونو کې وژلي دي؛ خو برعکس پر امریکايي ځواکونو هم د طالبانو له لوري بريدونه په دې وروستيو کې يعنې د سولې تر لغوه کېدو وروسته څو چنده شوي دي، نو د دې لپاره چې امريکايان د افغانستان امنيتي حالات له نږدې وڅاري؛ خپل لوړپوړي چارواکي يې راولېږل، تر څو د افغانستان اوضاع له نږدې وڅاري.
په وروستيو کې چې د سولې خبرې د ټرمپ له لوري لغوه شوې نو د ټرمپ دغه عمل په ټوله نړۍ کې غبرګونونه راوپارول او دغه غبرګونونه ان د امريکا د ناټو د اتحادیانو له لوري هم په دې وروستيو کې زور ونيو او د نړۍ د مختلفو جهتونو له لوري د امریکا د سولې مخالف دريځ وغندل شو چې په دې وروستيو کې د اروپايي اتحاديې مشر هم وويل : چې هر څومره ژر کېږي بايد امريکا له طالبانو سره درېدلې خبرې بېرته پيل کړي او ده وويل چې د ناټو غړي هېوادونه هم له طالبانو د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
نو د دې لپاره چې د سولې خبرې بيا پيل شي؛ د امريکا لوړپوړو چاواکو خپل ناڅاپي سفر وکړ د دې لپاره چې امريکا سولې ته خپل ځان ژمن وښيي او نړۍ ته دا وښيي چې د ټرمپ په يوه ټويټ باندې امريکا نه غواړي د سولې خبرې بندې کړي.
نو د دې لپاره چې امريکا د افغانستان په اړه خپل هر اړخيزه ارزونه له نږدې وکړي؛ خپل لوړپوړي چاواکي چې يو يې مارک اسپر د امریکا د دفاع وزير و او بله يې د کانګرېس مشره، نانسي پلوسي وه؛ راولېږل.
دغو دواړو لوړ پوړو چارواکو له په افغانستان کې له مختلفو لوريو سره په خپلو خبرو کې ويلي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسو، يا يې هم شمېر کموو! او له طالبانو سره تر تړون وروسته به د سرتېرو د وېستلو لړۍ پيل شي.



