نیویارک ټایمز: امریکا کرار کرار له افغانستانه په پټه خپل عسکر باسي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۲۱ لیکلي، که څه هم د طالبانو سره د سولې موافقه نه ده لاسلیک سوې، خو امریکا له افغانستانه کرار کرار خپل عسکر راباسي.

بلې خوا بیا جنرال میلر په یوه خبري کانفرانس کي وویل چې د امریکايي عسکرو په شمېر کې ۲۰۰۰ کموالی راغلی دی.

میلر زیاته کړې، هغه امریکايي عسکر چي له افغانستانه را ایستل کېږي، د هغوی د ځای د ډکولو لپاره به نور عسکر افغانستان تت وا نه استول سي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د دې خبرې تصدیق هله وسو چي د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر کابل ته په ناڅاپي سفر ولاړ.

ورځپاڼه لیکي، له موافقې پرته د عسکرو راایستل به له طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي مرکچیانو موقف لا کمزوری کړي.

ورځپاڼه علاوه کوي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو خپ وتل دا ښيي چي ټرمپ پدې برخه کي جدي دی او غواړي راتلونکو ټاکنو کې دا یوه لاسته راوړنه یاده کړي.

Related Articles

Back to top button