
ایکسپریس ټریبون: پاکستان دامریکا په حکم له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان وتلې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبون تېره میاشت اسلام اباد کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له شویو خبرو څخه د باخبره سرچینو له خولې ویلي چې پاکستان دامریکا په حکم له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې.
سرچینه زیاتوي، امریکا له پاکستانه په کلکه غوښتي وو چې دې هېواد ته تلونکی طالب پلاوی اوربند یا حداقل د روانو خونړیو جګړو نرمښت ته اماده کړي.
په پاکستان کې د افغان چارو څارونکی او خبریال طاهر خان بیا وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اساسي ټکی یو هم دا و چې طالبان باید اوربند وکړي خو د هغه په خبره، فکر نه کوي چې پاکستان دې پر طالبانو په همدې موخه فشار راوړی یا طالبان دا فشار ومني.
راپور کې وړاندې راغلي، پاکستان طالبانو ته ویلي چې که چېرته غواړي له امریکا سره خبرې بیا پیل شي نو اوربند دې اعلان کړي او یا دې هم د تشدد کچه راټیټه کړي خو طالبانو تر اوسه پاکستان ته په دې اړه ډاډ نه دی ورکړی.
د اپه داسې حال کې ده چې دافغان سولې لپاره د مذاکراتو د پیل هڅې یو ځل بیا چټکې شوې دي.
په همدې موخه د امریکا د دفاع وزیر هم پرون په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی. هغه ویلي، کابل ته یې د سفر موخه یو سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي.
اټکل کیږي چې ممکن ټرمپ خپلو سلاکارانو او لوړ پوړو چارواکو ته دافغان جګړې د عاجل پای سپارښتنه کړې وي، او دوی غواړي چې موافقې ته رسېدلې خبرې بیا پیل او توافق لاسلیک کړي.



