ټرمپ وايي له سوریې خپل ټول پوځيان باسو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ٣٠ تله ، ۱۳۹۸ل)
د امريکا ولسمشر ټرمپ د وزیرانو د شورا په غونډه کې ويلي: د سوریې په شمال کې د اوربند په اړه د ترکیې او امریکا ترمنځه شوې پرېکړه تراوسه په ځای ده او هر څه ډېر ښه په مخ روان دي.
ښه خبرونه اورم، اوربند دوام لري، لکه څرنګه چې موږ ټول پوهېږو. په ترکیه کې د سوریې سره په پولو کې په نښتو کې یو زیات شمېر ترکيې پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، موږ باید دواړو خواوو ته وګورو.
ولسمشر ټرمپ د سوریې په تړاو د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما پر سیاستونو ډیرې سختې نیوکې وکړي، ټرمپ وويل: د اوباما په دوره کې داعش په هره سیمه کې فعال وو، هغوی ما ونیول او زه په ډېر څه پوهیږم.
هغه د “پي کي کي” وسلوالې ډلې ته په اشاره وویل: موږ د ۴۰۰ کلونو لپاره د کردانو څخه د ملاتړ ضمانت نه دی کړی، د سوریې په شمال کې د ځينو وړو پېښو او نښتو د پېښیدو سره سره تراوسه کومه لویه ستونزه شتون نلري، هر څه ډېر ښه پر مخ روان دي، کوردان د امن سیمې نه وځي د هغوی له پاره د امن سیمې څخه پر شا کيدل غوره دي، د امن سیمه یو ډیر ښه انتخاب دی.
ټرمپ ویلي دي چې له سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر په چټکي سرم دوام لري، له دې سره به په سیمه کې د داعش وسلوالو څارولو ته هم دوام ورکړو.
ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په سوریه کې د یو څه اندازه پوځيانو د پریښودو هوډ لري او که نه داسې وویل: زما په اند د سرتیرو پریښودل نه غواړم؛ ځکه چې سوریه يو ډېر خطرناک هيواد دی.



