کابل ټکی کام (سه شنبه، ٣٠ تله ، ۱۳۹۸ل)
له کابله خپروندونکې مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې افغانستان ته د امریکايي لوړپوړو چارواکو په وروستیو سفرونو ليکنه کړې. ورځپاڼه کاږي: په یوه اوونۍ کې په پرلهپسې ډول د امریکايي چارواکو راتګ هرومرو تر شا څه لري؛ خو حکومت او امریکا دا هرڅه له خلکو پټ ساتلي.
“په تېرو نژدو څو ورځو کې لوړو پوړو امریکايي چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې “ايلس ويلز” له سفر دری ورځې وروسته، د امریکا دفاع وزیر “مارک ایسپر ” کابل ته راغی. له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرېس مشره “نانسي پلوسي” او ځینې غړي یې افغانستان ته راغلل. دوی له افغان چارواکو د راتلونکي سیاسي جوړجاړی، ټاکنو او له افغانستان سره د امریکا په راتلونکو اړیکو بحث کړی.”
د ليکوال په باور: ” افغانستان کې د امریکا اوسنی لومړیتوب له طالبانو سره جوړجاړی او سوله ده. دا سوله او جوړجاړی امریکا داسې غواړي چې د دوی ګټې وساتي او نړۍ ته په افغانستان کې د دوی د ماتې تصویر وړاندې نه شي. له همدې امله له یوه اړخه د سیاسي جوړجاړي هڅې کوي او له بله اړخه پر خپلو موخو ټینګار کوي.
د مسیر په باور، امریکايي چارواکو به افغان حکومت ته کوتڅنډنه کړي وي، چې دا ځل د سولې د خبرو مخالفت ونه کړي.
” دغه راز امریکا په ټاکنو کې د بایومټریک او غیر بایومټریک رايو په جلا کولو سره هڅه کوي چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي. که غیر بایومټریک رایې ونه شمېرل شي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي، چې امریکا همدا غواړي.
وروسته بيا ژمی را روان دی، د يخني له امله دویم پړاو ټاکنې له راتلونکي پسرلي مخکې شونې نه دي، تر راتلونکي پسرلي به امریکا د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره نه یوازې وخت ولري، بلکې که د موقت حکومت په شان پر کوم بل څه توافق کوي، هغه به هم په اسانۍ سره عملي کړلی شي. همدا د امریکايي چارواکو د سفر اصلي هدف دی.”















