مسکو: نړیوال دې دافغان سولې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۸ل)

دهېواد پلازمینې کابل کې د روسیې سفارت یوځل بیا په نړیوالو غږ کړی دی چې دافغان سولې په تړاو هر اړخیزې هڅې وکړي.

د روسیې سفارت وایي، افغانستان کې د روانې جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي نو نړیوالو ته په کار ده چې د سولې په راتګ او د جګړې په پای ته رسولو کې خپل رول ولوبوي.

دده په وینا، افغانستان کې نړیوال وسلوال موجود دي او هڅه کوي له دې ځایه په استفادې سیمه نا امنه کړي چې ددغه ډلو ځپل هم د نړیوالو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

روسیه زیاتوي، دوی په افغانستان کې د سولې له هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

روسیې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو به دغه هېواد د افغانستان په اړه د سولې د یوه کنفرانس کوربه وي.

په دې کنفرانس کې روسیه، چین، پاکستان او امریکا ګډون کوي.

یاد هېواد تر دې وړاندې هم دافغان سولې لپاره دوه بین الافغاني کنفرانسونه دائر کړي و چې له لاسته راوړنو ډک بلل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button