دناټو غړي هېوادونه: افغانستان ته د یوې تلپاتې سولې په راوستو کار کوو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۸ل)

اروپايي ټولنې او د ناټو د ځینو مهمو غړو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په بروکسل کې یې د برېتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

بلخوا په ناټو سازمان کې د امریکا استازې بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی په دې لیدنو کې په افغانستان کې په روان وضعیت او تر ټولو ډېر پر سوله خبرې کړې دي.

خلیلزاد له نږدې دوه میاشتې دمې وروسته وړمه شپه یوځل بیا دافغان قضیې د حل په موخه له خپل مذاکراتي ټیم سره دځینې هیوادونو په سفر وخوځید.

نوموړی به له بروکسل وروسته یو شمېر نورو ممالکو ته هم سفرونه وکړي؛ خو تراوسه لامالومه نه ده چې امریکا به طالبانو سره په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل کړي که نا؟ خو داسې ښکاري چې امریکا په کړې فیصله پښیمانه او بیا خبرې پیلوي.

مربوطه مطالب

Back to top button