يمن؛ تازه چاودنو ۱۳ کسان وژلي

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١ لړم ،١٣٩٨ل)
د یمن هيواد په “الحدیده” او “طایز ولایتونو کې د حوثيانو لخوا د سړک په غاړه د ايښودل شويو ماینونو د چاودنو له امله ۱۳ تنه وژل شوي، چې څلور يې یمني سرتيري دي.
له بله پلوه د ملګروملتونو سازمان په “الحدیده” ښار کې د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځه د شوي اوربند د عملي کولو او څار په موخه سیمه کې د څار د څلورمې دسګاه د جوړولو خبر ورکړی دی.
ملګروملتونو ویلي دي چې د څار څلورمه دسګاه د “الحدیده” ښار سویل ته د “الارود” په سیمه کې د ډېرو سختو شرایطو لاندې جوړه شوې ده. له دې امله چې حوثي یاغیانو په سیمه کې (۲۵۰۰) ماینونه خښ کړي دي، متخصصین په ډیر دقت سره پرمختګ کوي.
د ياونې وړ ده، چې په یمن کې په جګړه کې ښکیلو غاړو د ۲۰۱۸م کال د دسمبر د ۶ او ۱۳ مو نیټو ترمنځه د ملګروملتونو تر څار لاندې د سویډن پلازمینه “ستوکخلم” کې د غونډې او سلامشورو نه وروسته د اسیرانو د بدلون، الحدیده ښار کې د اوربند په اړه تړون لاسلیک کړ.



