کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٢ لړم ،١٣٩٨ل)
ایران کې د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو د څار يو مشر په دې هیواد د کم عمره ځوانا نو د اعدامولو په سر سختې نيوکې کړي.
د راپورونو په بنسټ یوازې سږ کال په ايران کې له اتلسو کلونو لږ عمر لرونکي دوه تنه ځوانان اعدام شوي دي.
ایران کې د روان کال له پيله تر جولای میاشتې ۱۷۳ تنه اعدام شوي دي چې په ډله کې یې دوه داسې کسان هم شامل و چې عمرونه يې له ۱۷ کلونو کم و.
د ملګرو ملتونو دبشر دحقوقو ياد غړي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په ۲۰۱۸م کال کې د اوو داسې قضیو په اړه رپوټونه ورکول شوي وو چې په ډله کې یې له اتلسو کلونو د کم عمر لروونکي هم اعدام شوي وو.
د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ چمتو کوونکي جاوید رحمن، رسنيو ته ویلي دي چې په لوړ ګمان اوس همدا هم په ایران کې اتلس داسې کسان د اعدام له سزا سره مخامخ دي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دی.
نوموړى چې په ایران کې د بشري حقوقو د څارنې دنده پر غاړه لري، د دې سازمان غونډې وویلي چې د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو سازمان په کلکه توګه له اتلسو کلونو دکم عمر لرونکو کسانو له اعدامولو سره مخالف ده د تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو کسانو د.
هغه ویلي دي چې ایران باید څومره ژر چې کېداشي دغه لړۍ ودروي.
په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳م کال کې دايران په قانون کې يولړ داسې بدلونونه را منځ ته شول چې له مخې یې ماشومانو د اعدامولو لړۍ لا پسې تيزه کړه.
ياده دې وي چې ايران د هغو هيوادونو له جملې يو دى چې ډيرکسان پکې اعداميږي


















