کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ لړم ، ۱۳۹۸ل)
وسله والو طالبانو نن غرمه مهال د کابل ښار په با امنه سیمه کې دبادغیس ولایت امنیه قومندان او یو ساتونکی په ډزو وژلي دي.
راپور زیاتوي، یاد قومندان(شریف الله چمتو) دکابل ښار کمپنۍ اړوند چهل متره سړک شپږمه کوڅه کې په یو غلچکي برید کې وژل شوی دی.
له برید وروسته برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
دیادونې وړه ده چې وسلوال طالبان دکابل په شمول په لویو ښارونو کې فعال حضور لري، ددوی چریکي بریدګر وخت ناوخت حکومتي او نظامي کارمندان په نښه کوي او له منځه وړي.


















