کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مفصله اعلامیه کې د ګڼ شمېر امریکایانو او داخلي عسکرو د وژلو او ټپي کولو ادعا کړې ده.
طالب ویاند لیکلي،” ۲۴ ساعتونو کې یې د ۱۲ امریکایانو او ۴ قومندانانو په ګډون ۲۱۰ تنه عسکر او پولیس مړه او ژوبل کړي دي.
نوموړی وایي، یاد تلفات یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۱ ولایاتو کې په خارجي او داخلي ځواکونو د ۵۶ لوی او واړه بریدونه په نتیجه کې ور اړولي دي.
مجاهد زیاتوي، دغه عملیات په غزني، میدان وردک، بدخشان، ننګرهار، خوست، بلخ، پروان، پکتیا، پکتیکا، کابل، کاپیسا، زابل، ارزګان، هلمند، غور، کندهار، نیمروز، فاریاب، هرات، فراه او لوګر ولایتونو کې د دولتي ځواکونو په پوستو، مراکزو او قطارونو شوي.
مجاهد په خپله اعلامیه کې لیکلي، دبریدونو په جریان کې ۸ امریکايي عسکر او د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۳۶ تنه داخلي عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، ۴ امریکايي عسکر او د ۲ قومندانانو په ګډون ۷۴ تنه دولتي عسکر او پولیس ټپيان شوي دي.
طالبانو همدا ډول په عملیاتو کې د ځینو مهماتو نیولو او ویجاړولو ادعا هم کړې ده، او ویلي یې دي چې دعملیاتو په جریان کې یې له دولتي لوري ۲۵ عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر ویجاړ کړي، ۲ هاموې او ۴ او اکمالاتي موټر یې ورڅخه نیولي هم دي.
طالبان علاوه کوي چې د دوی ملګرو دغور ولایت دولتیار ولسوالۍ، شرشر، لکه مزار، شینیه، اولادخیرالله او ګرم آب سیمې د دولتي ځواکونو له شتون څخه تصفیه کړي او خلکو يې له دوی څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
















