عراق: حکومت ضد تازه لاريونونه پيل شول

کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
په سلګونو قهرجنو لاریون کوږنکو د جمعې په ورځ په مرکزي بغداد کې “ګرین زون” باندې برید وکړ، وروسته له هغې چې دوی په بریالیتوب سیمې ته د الجمهوریه د پله له لارې ننوتل امنيتي پوستې يې له منځه يو وړي.
امنیتي ځواکونو د اوښکې بهونکي ګاز “کانیسترې” څخه کار واخيست او دلاريون کوونکو لخوا يې په مقابل کې کاڼې وویشتل شول او امنيتي ځواکونو د “الجمهوريه” پل ته نږدې د لاریون کوونکو د شړلو هڅه وکړه.
د لاریون کوونکو لخوا د کانکریټي خنډونو له لرې کولو وروسته د جمهوري ریاست له پله څخه ګرين زون يا امنيتي سيمې ته ور رسیدل او نژدې دوه ساعته لاریون يې وکړ.
د اناتولیا خبري اژانس د عراقي پولیسو د یوه جګپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې سلګونو لاریون کوونکو د پلان د وزارت له لوري د ګرين زون امنيتي دروازې تر برید لاندې و نیولې، وروسته له هغه چې دوی د جمهوري ریاست په پله کې د امنیتي ځواکونو لخوا ټول اچول شوي خنډونه لرې کړل.
د سرچینو په وينا چې لاریون کوونکي د حکومت د استعفا غوښتنه کوي، او دې ته یې اشاره وکړه چې امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو تيت پرک کولو لپاره د اوبو له توپونو کار واخيست، مګر هیڅ ګټه یې نه درلوده.
د سرچينې په وينا امنیتي ځواکونو په ګرين زون امنيتي سيمه کې خپل شتون پیاوړی کړی او له لاریون کوونکو سره په خبرو اترو بوخت دي ترڅو د دوی له سيمې وتلو ته وهڅوي.
د پنجشنبې په ورځ، عراقي امنیتي ځواکونو ګرين زون ته د لاريون کوونکو د ننوتلو پرمهال د حکومت ضد لاریون کوونکو لپاره د اوبو توپونه وکارول.
ګرین زون کې، د حکومت مهم دفترونه، پارلمان، بهرني سفارتونه او د چارواکو کورونه شتون لري.
په سلګونو لاریون کوونکي د پنجشنبې په ورځ د بغداد په تحریر څلورلارې کې راټول شوي ول او ” غله دې استعفا ورکړي” شعارونه يې ورکول.
د یوه رسمي بیان له مخې د کورنیو چارو وزیر یاسین “الیاسري” د پنجشنبې په ماښام د لاریون کوونکو ته ډاډ ورکولو لپاره د تحرير څلورلارې ته لاړ.
د میانشین ، بصره او د قار په سيمو کې ، سلګونه لاریون کوونکي نن د جمعې په سهار بيا په عمومي چوکونو کې راټول شوي او د حکومت د استعفا غوښتنه کوي.
د ناصریه ښار کې، چې د بغداد سویل٣٠٠ کیلو میترى، کې پروت دی، لاریون کوونکي ټنګار کوي چې د “رژیم تر رانسکورېدو پورې” به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.
مجید الحسیني ، چې د عراق په سویل کې د لاریونونو يوهمغږی کونکي دى “اناتولیا” خبري اژانس ته وویل چې سلګونه لاریون کوونکو نن سهار د لاریون ځایونو ته ځانونه رسولي.
حسیني څرګنده کړې چې دوی د نوي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي ، په دې شرط چې نوی حکومت له سیاسي او مذهبي ګوندونو پورې اړوند کوم شخص څخه چې په تیرو کلونو کې یې په هیواد حکومت کړی دی، جوړ نه وي.



