کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، نن تر ماسپښین وروسته د جلال اباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت پر ‘صفر ۲’ قطعې سرتيری بريد شوی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې نن ماسپښين يې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد کې د اکمالاتي بيس ترڅنګ د ګډحکومت په تشکيلاتو کې د صفر۲ قطعې په موټريز کاروان سرتيرى بريد کړى او په وينا يې چې پايله کې يې ګڼ عسکر وژلي.
له بل لوري د ننګرهار ولايت سيميزو چارواکو هم دپيښى پخلى کړى دننګرهار ولايت دوالي وياند عطاءالله خوږ ياڼي رسنيو ته ويلي چې بريد له غرمې وروسته په دوه بجى شوى دي.
دخوږياڼي په خبره چې دغه پېښه کې د صفر۲ قطعې درى عسکروژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.


















