نادرا: د جمعيت علماءاسلام مهم مشر او پخوانی سناتور حافظ حمدالله پاکستانی نه دی

کابل ټکى کام (شنبه ، ٤ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان حکومت د جمعيت علماء اسلام ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور حافظ حمدالله سلب هويت اعلان کړی او افغان یې بللی. مطبوعاتو ته یې امر کړی چې د نوموړي مرکې او څرګندونې به نه نشروي.
د پاکستاني رسنيو د څار اداره «پيمرا» وايي، د پاکستان د وګړو د ثبت او احوالو ادارې «نادرا» ورته په لېږل شوې اعلاميه کې حافظ حمدالله غیر پاکستانی بللی او پر نوموړي يې په رسنيو کې د مرکو بنديز لګولی دی.
حافظ حمدالله په قوم نورزی د بلوچستان ايالت د چمن اوسېدونکی دی، پلار يې قاري ولي محمد، د دولتي ښوونځي ښوونکی و، چې په ۱۹۷۰ لسيزه کې تقاعد شوی و او زوی يې، شبیر احمد، د پوځ افسر دی.
حافظ حمدالله په ۲۰۰۲م کال کې د لومړي ځل لپاره د بلوچستان د ايالتي جرګې غړيتوب ترلاسه کړ او په ۲۰۱۲ م کال کې د جمعيت علماءاسلام ګوند استازيتوب سناتور ټاکل شوی و.
پخپله حافظ حمدالله او جمعيت علماء اسلام ګوند تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.
حکومت په داسې حال کې حافظ حمدالله افغانی بللی، چې د جمعيت علماء اسلام ګوند په مشرۍ ګڼ ګوندونه په پام کې لري، د روانې اکتوبر مياشتې په ۳۱مه نېټه د حکومت پر ضد د “ازادۍ مارچ” تر عنوان لاندې اسلام اباد کې پراخ لايونونه پيل کړي.



