طالبانو؛ د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې اووه پوستې نیولي

کابل ټکى کام (شنبه ، ۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستو بریدونه کړي، څو پوستې یې نیولي او پولیسو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې یاد بریدونه یې نن سهار د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ په زرندآب سیمه کې کړي دي.
مجاهد زیاتوي، ددې بریدونو په نتیجه کې یې دحکومتي لوري ۷ پوستې نیولي، د قومندان (عظیم) په شمول ۳ اربکیان وژلي، ۸ تنه ټپيان کړي او پاتې نور تښتېدلي دي.
اعلامیه لیکي، د وژل شویو او ټپي شویو عسکرو څخه مختلف النوعه وسله او مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
دیادونې وړ ده، تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو یوځل بیا دهیواد په لر اوبر کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې دیوشمېر سیمو په نیولو سره یې حکومتي لوري ته درانده زیانونه اړولي.



