کابل ټکى کام (شنبه ، ٤ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» په وينا امریکا او افغانستان دوه ستراتيژیک ملګری دي او ددې هیواد د عسکرو وتل او سوله دوه جلا موضوعات دي او بايد سره ونه تړل شي.
غني دا خبرې تېره ورځ د عدم انسلاک غورځنګ د غونډې په حاشيه کې د هند له مرستیال ولسمشر سره يو ګډ خبرې کانفرانس کې کولې. نوموړي وویل: ” د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره ستراتيژیک ملګری حسابېږي او باید د امریکایي عسکرو وتل او د سولې پروسه له یو بل بېل کړل شي”.
د نوموړي د خبرو په تایید د هند مرستیال ولسمشر د سولې له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې له هر ډول هلوځلو ملاتړ کوي.
د ګډ حکومت مشر داسې مهال د بهرنیو عسکرو وتل او سوله دوه جلا موضوعات بولي، چې طالبان بيا د سولې لپاره د بهرنیو عسکرو وتل سره کرښه بولي. او هيڅ کله د بهرنيو عسکرو په شتون کې له وسلوالې مبارزې لاس اخيستلو ته چمتو نه دي.

















