ټاکنو کمېسيون: د ولسشمرۍ ابتدايي پايلو اعلان يوځل بيا وځنډول شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۵، یکشنبه)

د افغانستان ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ابتدايي پايلو اعلان يو ځل بيا ځنډول شوی دی.

د انتخاباتو د کمېسیون د مهالویش پر اساس، ټاکل شوې وه چې د تلې/میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي پايلې اعلان شي خو هغه مهال هم د تخنيکي ستونزو او په کمېسیون کې د اختلافاتو له کبله يې پايلې ځنډول شوې وې.

نن د لړم په ۵ نيټه يو ځل بيا د ټاکنو کمېسیون ويلي چې ابتدايي پايلې د تخنیکي ستونزو او په انتخاباتو کې د شفافيت لپاره ځنډوي.

کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو د ابتدايي پايلو د ځنډيدو له کبله له خلکو بخښنه غواړي.

د ټاکنو کمېسیون وياند عبدالعزيز ابراهيمي وايي، د بايومټریک رايو د تصفيې راپور پر بنسټ د ابتدايي پايلو د اعلان نيټه ټاکل کيږي چې نن به يې خلکو ته اعلان کړو چې څه وخت يې پايلې څرګندولای شو.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په تکرار سره ويلي چې انتخاباتو کې د درغليو، د خلکو د کم ګډون، تقلب او انتخاباتي کمېسيون کې د حاکمو ډلو لپاره کار کولو له کبله ورته د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې د منلو نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button