د امریکا دفاع وزارت وايي؛ په یوه بريد کې يې د داعش مشر ابوبکرالبغدادي په نښه کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۵، یکشنبه)

امریکايي رسنيو د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي، چې په سوريې کې د داعش ډلې مشر ابوبکرالبغدادي د یوه برید هدف ګرځيدلی دی.

د امريکا دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي CNN ته ويلي، چې البغدادي د سوريې په شمال کې د امریکايي پوځ په یوه برید کې په نښه شوی دی.

تر اوسه په رسمي ډول د امريکا دفاع وزارت د نوموړي وژل نه دي تاييد کړي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۷م کال کې ادعا کړې وه چې ښايي ابوبکر البغدادي په سوريه کې د روسيې ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی وي.

خو نوموړی روان ۲۰۱۹م کال په اپريل مياشت کې په یوه ويډيويي پيغام کې يو ځل بيا راڅرګند شو.

د داعش ډلې وسله والو په روان کال کې په عراق او سوریه کې تر خپلې واکمنۍ لاندې ډيرې سیمې له لاسه ورکړي او اوس مهال يې افغانستان کې هم لمن په ټولیدو ده.

مربوطه مطالب

Back to top button