(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۵، يکشنبه)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تيره شپه په یوه ناڅاپي سفر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
له نوموړي سره په دغه سفر کې د امریکا د بيلابيلو ادارو استازي هم راغلي او د ويل کيږي چې د سولې خبرو په تړاو به له حکومتي چارواکو، سياسي مشرانو او د نظر خاوندانو سره مشورې او ملاقاتونه وکړي.
زلمي خليلزاد د خپل سفر لومړی ملاقات په کابل کې د اسلامي محاذ د ګوند مشر سيد حامد ګيلاني پيل او له نوموړي سره يې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.
سيد حامد ګيلاني په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې خليلزاد سره يې د افغانستان د روان وضعيت، سولې، امنیت او د ولسشمريزو ټاکنو په اړه خبرې کړي.
له طالبانو سره د امریکا د خبرو تر ځنډولو وروسه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د استازي خليلزاد دا لومړی سفر دی چې له بلجيم، فرانسې او روسيې وروسته افغانستان ته راځي.
ويل کیږي، چې امریکا یو ځل بيا هڅې پيل کړي څو طالبانو سره ځنډول شوې خبرې پيل او د امریکا تر ولسمشرۍ انتخاتو مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه اوباسي.


















